د اوکراین د جګړې له لومړۍ کرښې درنې وسلې لیرې کېږي

د انځور حقوق
Image caption ددواړو لویو ویندویان منلې ده، چې ۱۳۹ اوکراییني پوځیان او د بېلتونپالو ۵۲ جنګیالي تبادله شوي دي.

په اوکرایین کې د اوربند په درشل کې اوکراییني پوځ او روسي پلوو بېلتونپالو بندیان تبادله کړي دي.

ددواړو لویو ویندویان منلې ده، چې ۱۳۹ اوکراییني پوځیان او د بېلتونپالو ۵۲ جنګیالي تبادله شوي دي.

د بندیانو تبادله د اوربند د هغې هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوې، چې تېره اونۍ روسیه او اوکرایین پکې یوې موافقې ته ورسېدل.

په هوکړه کې دا هم منل شوې وه، چې د اوکرایین په ختیځ کې باید جګړه ودروله شي.

پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر روسیې تور پورې کړی، چې ګني د هوکړې له وخت راهیسې بېلتونپالو ته وسلې ورکوي.

د اوکرایین د اوبند دواړې غاړې پر مقابل لوري د اوربند ماتولو تور لګوي.

د کییف حکومت، لوېدیځ دولتونه او ناټو وايي "داسې ثبوتونه شته چې روسیې د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوو بېلتونپالو یاغیان ته درې وسلې او پوځيان استوي".

خو مسکو دغه تورونه نه مني، او ټینګار یې دا دی چې د بېلتونپالو په لیکو کې یوازې "رضاکاره" روسان ننوتي دي.

د انځور حقوق AP

ملګري ملتونه وايي، له تېر اپریل راهیسې د اوکرایني حکومت او بېلتونپالو ترمنځ په جګړو کې نژدې ۵۷۰۰ کسان وژل شوي او نژدې ۱.۷ میلیون نور بې ځایه شوي دي.

درنې وسلې

بل خوا یوه روسي جنرال ویلي، د اوکرایین په ختیځ کې اورپکو منلې ده، چې درنې وسلې به سپاري.

جنرال الکسندر نتسف ویلي، روسي پلوو اورپکو داسې تړون لاسلیک کړی، چې پر بنسټ یې درنې وسلې د یکشنبې په ورځ (فبروري ۲۲) سپارل پیل کړي او دا لړۍ به تر دوو اونیو پورې دوام وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرایین پوځ او روسي پلوي یاغیان پر یوه او بل د اوربند ماتولو تورونه لګوي

خو تر اوسه روښانه نه ده چې د اوکرایین په ختیځ کې به حکومتي ځواکونه هم داسې کار وکړي او که نه.

دا پرمختګونه د بندیانو د تبادلې له پیلېدو سره شوي دي.

د بندیانو د تبادلې چاره د بلاروس پلازمېنه مینسک کې د فرانسې او جرمني په منځګړیتوب رامنځ ته شوه.

امریکا خبرداری ورکړی، که چېرې اوربند مات شي، پر روسیه به درانه بندیزونه ولګول شي، خو روسي دولت ویلي، د بندیزونو لګول د اوکرایین د کړکېچ د هواري لپاره ښه حل نه دی.

پر همدې مهال د یکشنبې په ورځ د اوکرایین پلازمېنه کییف کې زرګونه اوکرایني وګړي او ځینې اروپايي مشران د تېر کال لاریونو کې د وژل شویو د یاد په خاطر لاریونونه وکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بندیانو د تبادلې هوکړه تېره اونۍ د بلاروس پلازمېنه مینسک کې د جرمني او فرانسې په منځګړیتوب رامنځ ته شه
د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب