یمن: هادي د حوثیانو ټولې کړنې باطلې بولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېره میاشت د حوثیانو له لوري د یمن د ولسمشرۍ ماڼۍ تر نیولو وروسته ولسمشر نظر بند وساتل شو

د یمن مستعفي ولسمشر عبد ربه منصور هادي په هېواد کې د حوثیانو ټولې کړنې باطلې او نامشروع بللې دي.

عبد ربه د یوه بېړني ملي اجماع جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي د څرګندونې له پلازمېنې صنعاء نه د تېرې شنبې په ورځ له وتلو او سوېلي عدن ښار ته تر رسېدا وروسته په یوه اعلامیه کې کړې دي.

عبد ربه منصور هادي او کورنۍ یې صنعاء کې د حوثي یاغیانو له خوا څو اونۍ نظربند و.

ځینې رپوټونه وايي، عبد ربه له صنعاء نه تښتېدلی، خو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې هغه د عمان او ایران په منځګړیتوب له صنعاء نه وتلی دی.

پر نوموړي دا شرط اېښودل شوی، چې په سیاسي چارو او د حوثیانو په کړنو به نیوکه نه کوي او نه به مداخله پکې کوي.

په صنعاء کې د بي بي سي خبریال جیمس ریډ وايي، په عدن کې د پلویانو په منځ کې د هادي راڅرګندېدل په یمن کې د سیاسي کړکېچن وضعیت د لا ترینګلتیا په معنا کېدای شي.

"باطل او ناقانونه"

هادي په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، د تېر سپتبمر له یوویشتمې راهیسې، کله چې حوثیانو د کودتا له لارې واک ونیو او پلازمېنه یې ونیوه، ددوی ټولې کړنې باطلې او نامشروع ګڼل کېږي.

د حوثیانو له لوري پر لوړپوړو چارواکو د نظربندۍ د ختمولو غوښتنه شوې ده.

بل خوا، د لغوه شوي حکومت د اطلاعاتو وزیرې نادیه السقاف پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي "عدن ته د ولسمشر هادي تر رسېدا وروسته اوس د واک انډول بدل شوی دی. "

وړاندې په یمن کې نړیوال استازي جمال بن عمر په هېواد کې د "ولسي انتقالي شورا" د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې ټول سیاسي اړخونه پکې ګډون ولري چې هدف یې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا په هېواد کې د رامنځ ته شوي اړدوړ او سیاسي کړکېچ ختمول دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption واک ته د رسېدو لپاره د حوثیانو وسله وال اعمال کودتا ګڼل شوې

د عبد ربه منصور هادي تر استعفا وړاندې کولو وروسته حوثیانو په یمن کې حکومتي بنسټونه ونیول او خپله شورا یې وټاکله.

وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له حوثیانو غوښتي وو چې له حکومتي بنسټونو ووځي او واک پرېږدي، خو حوثیانو یې غوښتنه نه وه منلې.

ملګرو ملتونو وویل، که چېرې حوثیان ددوی پرېکړه لیک ونه مني، نو دوی اړ دي چې بل ګام واخلي.

ورته مطالب