ښوونځی ناوخته پیلول د زده کوونکو درسي کچه کمزورې کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په مقابل کې، ځینې څېړونکي وايي، ښوونځي ته د ماشومانو ناوخته شاملول ځینې ګټې هم لري.

یوې نوې څېړنې ښودلې ده، ښوونځي ته د ماشومانو د ناوخته شاملولو او په اوړي کې د زیږېدلو ماشومانو ترمنځ او په سبق کې د کمزورۍ ترمنځ ښکاره تړاو شته.

په مقابل کې، ځینې څېړونکي وايي، ښوونځي ته د ماشومانو ناوخته شاملول ځینې ګټې هم لري.

د نوې څېړنې پربنسټ، هغه ماشومان چې یو کال یا ډېر وخت وروسته تر خپلو همځولو ښوونځیو ته شاملېږي، غالباً د اته کلنۍ په آزموینه کې یې نومرې ټیټې وي.

دغه څېړنه، د فارفیک پوهنتون یوې ډلې ترسره کړې، چې وايي، د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ یې د جرمني اواریا سیمېه کې د زیږېدلو ماشومانو د ښوونځي د نومرو پربنسټ چمتو کړې ده.

په دې څېړنه کې ۹۹۹ زده کوونکو ګډون کړی، چې ۴۷۲ یې له خپل طبیعي زیږون مخکې دې نړۍ ته راغلي دي.

څېړونکو په لومړي کال د ښوونکو له لوري زده کوونکو ته د ورکړل شویو نومرو ارزونه هم کړې ده، بیا یې دغه نومرې په اته کلنۍ کې د ریاضي، مطالعې او لیکلو د آزموینو له معیاري نومرو سره پرتله کړې دي.

ارزونه

څېړونکي وايي، د کورنیو ګڼ مشران هڅه کوي، چې ماشومان یې په ډېر وړکیتوب کې ښوونځي ته شامل نه شي، په تېره بیا هغه ماشومان چې تر وخت مخکې زیږېدلي وي، ځکه چې دوی غواړي د خپلو ماشومانو ذهني او جسمي وده په کافي اندازه ډېره شي.

نوې څېړنې ویلي، ښوونځي ته ناوخته د ماشوم شاملول د تعلیم په برخه کې د هغوی درې مهم کلونه ضایع کوي.

څېړونکي وايي، هغه ماشومان چې تر نورو همځولو یو کال وروسته ښوونځي ته شامل شوي وي، د لومړي کال نومرو کې یې چندان توپیر نه لیدل کېږي.

خو کله چې دوی اته کلنۍ ته ورسېږي، د وروسته شامل شویو ماشومانو نومرې د هغو ماشومانو په پرتله کمې وي، چې یو کال مخکې یې ښوونځی پیل کړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption څېړونکي وايي، هغه ماشومان چې تر نورو همځولو یو کال وروسته ښوونځي ته شامل شوي وي، د لومړي کال نومرو کې یې چندان توپیر نه لیدل کېږي.

د فارفیک پوهنتون یوه استاد دیتیر فولکېه ویلي: "زموږ دغه څېړنه ښيي چې ښوونځي ته د ماشوم ناوخته شاملول د لومړي ښوونیز کال پر نومرو هېڅ منفي اغېز نه کوي، خو د ناوخته شاملېدو او په معیاري آزموینو کې د ټیټو نومرو ترمنځ تړاو شته، چې تر ډېره پکې د مطالعې، لیکلو او ریاضي پر نومرو اغېز کوي. دغه منفي اغېز د ماشوم د عمر له لوړېدو سره زیاتېږي".

د زده کړې فرصتونه

ځینې نور علمي نظرونه بیا ددغې څېړنې له پایلو سره په ټکر کې دي، چې د روم (بوخوم) پوهنتون د اروا پوهنې د استادې جولیا جاکیل په وینا، د وختي زیږېدلو ماشومانو ناوخته ښوونځی پیلول ځینې ګټې هم لري.

دا وايي: "د کورنۍ ګڼ مشران غواړي له طبیعي وخت مخکې زیږېدلي ماشومان یې ښوونځي ته ناوخته شامل شي، په ټېره بیا هغه کسان چې د اوړي په سر کې زیږېدلي وي".

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه څېړنه، د فارفیک پوهنتون یوې ډلې ترسره کړې، چې وايي، د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ یې د جرمني اواریا سیمېه کې د زیږېدلو ماشومانو د ښوونځي د نومرو پربنسټ چمتو کړې ده.

ورته مطالب