جنوب ختیځې آسیا کې د ملاریا خطر

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملاریا د میاشو په وسیله خپریږي

ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د ملاریا پرازیت اوس په پراخو سیمو کې د مروجو داروګانو پر ضد مقاومت پیدا کړی.

ارتیمیسینین د ملاریا ضد هغه دارو دي چې تر اوسه یې د میلیونونو خلکو ژوند ژغورلی دی، خو اوس داسې شواهد پیدا شوي چې د جنوبي ختیځې آسیا په پراخو سیمو کې د ملاریا پرازیت د دې دارو پر ضد مقاومت پیدا کړی او دغه دارو بې اغېزه شوې ده.

د لانسیټ په طبي مجلې کې خپرې شوې ازموینې ښيي چې اوس د ملاریا د دغه ډول مقاومت د مایانمار او هند په پولو کې په خپرېدو دی.

ساینس پوهان وايي دا د اندیښنې وړ خبره او یو ستر خطر دی.

د ۲۰۰۰ کال راهیسې د ملاریا له امله مړینې کمې شوې او نیمايي ته راښکته شوې وې. په اوسني وخت کې ملاریا هرکال په نړۍ کې ۵۸۴۰۰۰ کسان وژني.

د ارتیمیسینین پر ضد د ملاریا مقاومت اوس د روغتیايي کارکونکو ټول پخوانی زیار له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملاریا نوی مقاوم پرازیت اوس په کمبودیا، لاوس، تایلینډ، ویتنام او مایانمار (برما) کې لیدل شوی دی.

د مایانمار یا برما د ۵۵ ځایونو څخه د ملاریا د ۹۴۰ ناروغانو د وینې نمونې ښيي چې د مروج دارو پر ضد د ملاریا مقاومت په ټول هېواد کې خپور دی.

د ساګاینګ د سیمې په یو ځای کې چې مقاوم پرازیت په کې موندل شوی د هند پولې ته ۲۵ کیلومتره نژدې دی. دا وېره شته چې دا ډول پرازیت کیدای شي د هند خاورې ته هم خپورشي.

"روښانه خطر"

د تایلینډ یوه څیړونکي ډاکټر چارلز ووډرو بې بي سي ته وویل:

’’موږ وینو چې د ارتیمیسینین دارو پر ضد مقاومت لرونکی پرازیت د هند پولې ته ډېر نژدې موجود دی، دایو روښانه خطر دی او په راتلونکې کې کیدای شي ګاونډیو سیمو ته هم خپورشي’’.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ارتیمیسینین معمولا د نورو داروګانو سره یوځای د ملاریا ناروغانو ته ورکول کېږي.

په لومړي سر کې کیدای شي د څو داروګانو په یوځای کارولو سره درمل تر یوه حده اغېزمن وي، خو ډاکټر ووډرو وايي د دارو پر ضد د پرازیت مقاومت بالاخره د درملنې د ناکامۍ سبب ګرځي.

هغه وايي: ’’که دا ډول مقاومه ملاریا هندوستان ته خپره شي، د هغه ځای کلیوال خلک به اغېزمن کړي، ښايي د درملنې پر کچې فوري اغیز ونه کړي، خو د لنډې مودې وروسته به د ستونزو سبب شي، نور اغېزمن داروګان ډیر کم دي.’’

د تاریخ درسونه

دا ټول پخوا هم پیښ شوي و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وینې د سرو حجرو په منځ کې د ملاریا پرازیتونه

پخوا به د ملاریا پر ضد د کلوروکین دارو استعمالیدل او د ملیونونو خلکو ژوند یې ژغورلی.

خو په ۱۹۵۷ کې د کمبوډیا او تایلنډ په پولو کې د ملاریا پرازیت د کلوروکین پر ضد مقاومت پیدا کړ. دا مقاومت په ټولې نړۍ کې خپور شو او ۱۷ کاله پس افریقا ته ورسید.

تر اوسه په افریقا کې د ارتیمیسینین پر ضد د مقاومت نښې نشته، خو ساینس پوهان اندیښمن دي چې کیدای شي تاریخ د وژونکو پایلو سره بیا تکرار شي.

ډاکټر ووډرو بي بي سي ته وویل: ’’د کلوروکین پر ضد په نړیواله کچه د مقاومت د خپریدلو څخه ښکاري چې د ملاریا د پېښو شمېر زیاتیدای شي او د مړینو کچه ډیره لوړیدای شي.’’

ولې جنوبي آسیا؟

د کلورکین او ارتیمیسینین پر ضد مقامت دواړه په جنوبي آسیا کې پیدا شوی و.

اصلي علت یې دا ښکاري چې د ا فریقا په پرتله د جنوبي آسیا په دغه سیمه کې په طبیعي توګه د ملاریا پر ضد د خلکو د معافیت کچه ټیټه ده.

د جنوب ختیځې آسیا د ملاریا په ناروغانو کې د بدن طبیعي معافیت کم دی او ټول کار باید داروګان وکړي.

خو په افریقا کې د ملاریا پېښې ډیرې دي او خلک په وار وار ورباندې اخته کیږي، له دې امله د هغوی په بدن کې د ملاریا پر ضد تر یوه حده معافیت پیدا کیږي.

دا په دې معنا ده چې د بدن طبیعي معافیت او داروګان په ګډه د ملاریا پر ضد جنګیږي. نو ځکه په جنوب ختیځې آسیا کې د داروګانو پر ضد د ملاریا د پرازیت د مقاومت پیدا کېدو امکان ډیر دی.

د ملاریا پر ضد د مقاومت د نړیوالې شبکې مشر پروفیسر فیلیپ ګیورین وایی:

’’دا څېړنې ښيي چې د ارتیمیسینین پر ضد د ملاریا د مقاومت خپریدل په ډیره ګړندۍ توګه روان دی چې دا د اندیښنې وړ ده.’’

هغه وايی: ’’په سرحدي سیمو کې د دې مسلې د سمبالولو لپاره موږ نورو ډیرو جدي نړیوالو هڅو ته اړتیا لرو.’’

د ویلکم ټرسټ د طبې خیریه موسسې د ساري ناروغیو او معافیت پوهنې د څانګې مشر پروفیسر مایک ټرنر وايی:

’’نوې څیړنې ښيي چې د ارتیمیسینین دارو پر ضد د ملاریا پرازیت د مقاومت په پیدا کیدو سره تاریخ بیا تکراریږي، دا دارو د ملاریا پر ضد چې اوس په مایانمار کې ډیره ده د عصري درملنې اصلي لاره ده. ’’

’’موږ اوس د دې حتمي خطر سره مخامخ یو چې د داروګانو پر ضد دا مقاومت به هندوستان ته هم خپور شي او د زرګونو خلکو ژوند به په خطر کې واچوي.’’