نیوزیلنډ عراق ته نا جګړه ییز ځواکونه استوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیوزیلنډ چارواکو د ۴۰ هېوادوالو نومونه د مشکوکو ترهګرو په نوملړ کې راوستي، چې باید تعقیب شي.

نیوزیلنډ ویلي، عراق ته د ۱۴۳ ناجګړه ییزو ځواکونو د استولو هوډ لري.

د نیوزیلنډ لومړي وزیر جان کي پارلمان ته وویل، دغه ځواکونه به د استرالیا له ځواکونو سره د عراق په شمالي "تاجي" پوځ اډه کې مېشت شي.

نوموړي ویلي، ژمنه یې دا ده چې "د ټیکاو راتلو او د نړیوال قانون ملاتړ وکړي".

د نیوزیلنډ چارواکو د ۴۰ هېوادوالو نومونه د مشکوکو ترهګرو په نوملړ کې راوستي، چې باید تعقیب شي.

پر دغو کسانو شک کېږي، چې سوریه کې له سخت دریځو ډلو سره د یوځای کېدو هوډ لري.

کي وویل، په پام کې ده چې عراق کې د دوی د ځواکونو ماموریت په راتلونکې مې میاشت کې پیل شي، تر نهو میاشتو به بیا غور ورباندې وشي خو دغه ماموریت به تر دوو کلونو نه اوړي.

عراق ته د نیوزیلنډي ځواکونو دنده د عراقي حکومت په غوښتنې ددغه هېواد د ځواکونو روزل دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عراق له نیوزیلنډ نه د 'اسلامي دولت' د ګواښ د مخنیوي لپاره له نیوزیلنډ همکاري غوښتې ده

نیوزیلنډ وايي، "اسلامي دولت" ډله د دغه هېواد او ټول منځني ختيځ لپاره یو ستر ګواښ دی.

کي وايي، هېواد یې له عراق سره نژدې ۱۰،۹ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

نیوزیلنډ تېر کال نوی قانون جوړ کړ، چې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې به په کور د ننه او بهر کې سخت دریځې ډلې نه پرېږدي.

د دغه قانون له مخې، د مشکوکو کسانو کړنې څارل کېږي او پاسپورتونه به یې تر درو کلونو پورې ځنډول کېږي.