'که موضوع ډله ییزه وژنه وي، ویټو حق مه کارووئ'

Image caption د سازمان په وینا که داسې مخکې شوي وای سوریې کې به د روان تشدد مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د فعالیتونو مخه نه نیوله کېده.

د بښنې نړیوال سازمان ( امنسټي انټرنیشنل ) د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پنځو دایمي غړو هېوادونو غوښتي، چې داسې مسایلو کې د ویټو حق له کاروولو ډډه وکړي، چې په پراخه کچه د ظلم موضوع پکې مطرح وي.

په خپل کلني رپوټ کې دغه سازمان ویلي د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې د یو شمېر مسایلو په اړه د نړیوالې ټولنې غبرګون ( شرمونکی ) و.

د نوموړي سازمان په وینا شتمن هېوادونه پناه غوښتونکو ته په پنا نه ورکولو سره ( بې زړسوی توب کوي) د یاد سازمان په خبره ۲۰۱۵ کال اوږدو کې هم ډېر بدلون نه تر سترګو کېږي.

رپوټ کې ویل شوي، چې د مصیبت او تشدد ځپلو هېوادونو لپاره ۲۰۱۴ کال له ستړو ستونزو ډک کال و او وايي نړیوال مشران باید د شخړو بدلیدونکې بڼې سره د مبارزې لپاره سملاسي اقدامات وکړي.

د ایمنسټي عمومي منشي سلیل شیټي، په خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ولسونو په خوندیتوب کې ډېره نابریالۍ وه.

یاد سازمان وايي، د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لوی بحرانونه رادبره شول او یوازې له سوریې نه د دغه کال اوږدو کې ۴۰ لکه کسان د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ شول او زرګونه کسانو د روم سمندر کې په اوبو لاهو شول.

د ښاغلي شیټهي په وینا د امنیت شورا پنځه مستقل غړي، امریکا، چین، فرانسه، روسیه او برتانیا د ویټو حق کاروولو سره د ده په خبره د خپلو جیوپولیټیکل او سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره د خلکو خوندیتوب قرباني کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption یوازې له سوریې نه د دغه کال اوږدو کې ۴۰ لکه کسان د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ شول امنسټي انټرنیشنل

د یاد سازمان په وینا اړینه ده چې د ډله ییزو وژنو یا توکمپالنې پر بنسټ وژنو پر مهال باید د امنیت شورا مستقل غړي د ویټو حق له کاروولو ډډه وکړي.

د سازمان په وینا که داسې مخکې شوي وای سوریې کې به د روان تشدد مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د فعالیتونو مخه نه نیوله کېده.

د یادونې ده، چې د سوریې حکومت خلاف د امنیت شورا اقدامات د روسیې له خوا ویټو کېدل.

برتانوي حکومت تر اوسه د امنسټي له لوري د ویټو حق نه د لاس اخیستو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په ټول کې د دغه رپوټ په اړه د غبرګون پر مهال د برتانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ' برتانیا په بشپړه توګه د دغه دریځ ملاتړ کوي، چې د بشریت ضد او ډله ییزو وژنو خلاف باید د امنیت شورا میدان ته ووځي. ' د بي بي سي خبریال مایک ولرج وايي د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې سوریې، عراق، نایجریا، منځنۍ افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو کې روان تاوتریخوالي او تشدد ته په کتو سره د امنسټي رپوټ غیر متوقع نه معلوميږي.