نوی پیبل ساعت به د کاروونکي پیغامونه اورېدلای شي

د انځور حقوق
Image caption راتلونکي کې به ځیرک ساعتونه نیرفیلډ کمیونیکشن ' این ایف سي ' ولري الیګزانډر لنز

پیبل د خپل دویم ساعت لپاره د اړینې پانګې ټولولو لپاره' کراوډ فنډنګ سایټ کیک سټارټ ' ته د تلو پرېکړه کړې. د کمپنۍ په خبره د نوي ساعت رنګینې ' اې پیپر ' ډسپلې او بېټرۍ عمر به اووه ورځې وي.

دغه ساعت به مایکروفون هم ولري، چې په وسیله به یې کاروونکي کولای شي، له خپل ځیرک ټیلیفون نه تر لاسه شوي پیغامونه ځواب کړي.

پیبل د خپل لومړي ساعت لپاره له کراوډ فنډنګ نه لس میلیونه ډالر ټول کړي وو او شرکت تر اوسه لس لکه ساعتونه پلورلي دي.

پر کیک سټارټ له اعلانه یو ساعت وروسته ۱۱ زره کسانو د پیبل ټایم لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ډالۍ کړل.

د پیبل مشر وايي:

'د مخکیني ساعت لپاره موږ ته ۶۹ زره کسانو پېسې راکړې او دا ځلې هم موږ د خلکو له مرستې پرته د نوي ساعت وړاندې کولو په باب فکر هم نه شو کولای، د نوي ساعت پیبل ټایم سوفټ ویر او هارډویر به دواړه نوي وي.'

نوی ساعت به د مخکیني هغه پرتله شل برابره نری وي او سمارټ ایکسسریز پورټ به هم ولري.

پیبل وايي مې میاشتې پورې هغو ټولو کسانو ته د ساعت لېږلو هوډ لري، چې پېسې یې ورکړې دي.

د کال تر پایه به دغه ساعت وايي په بازارونو کې د ۱۹۹ ډالرو بدل کې موندل کېږي.

یو شمېر ماهرین وايي د ځيرکو ساعتونو سایز د دغه صنعت اغېزمنولو یو لامل دی.

د ساعتونو یو ماهر الیګزانډر لنز وايي:

' که څه هم دغه ساعت مصنوعي ځېرکتیا لري، خو په لږ رڼا کې به یې لوستل ستونزمن وي، زه له عینکو پرته نه شم لوستلای'

الیګزانډر زیاتوي، راتلونکي کې به ځیرک ساعتونه نیرفیلډ کمیونیکشن ' این ایف سي ' ولري، چې له کبله به یې د ځېرکو ټیلیفونونو او ساعتونو اړیکي ښه شي.

که له این ایف سي پرته ځېرک ټیلیفونونه لرې کړل شي، ساعتونه بې ګټې کېږي.