د روسي هېکر په اړه معلوماتو بدل کې ۳ میلیونه ډالر

د انځور حقوق FBI
Image caption یوګیني بوګاچیف ته پروسږ کال امریکا کې د یوه لوی انټرنيټي جرم له کبله سزا ورکړله شوه

امریکا متحدو ایالتونو د یوه روسي هېکر په هکله معلومات ورکونکو ته د ۳۰ لکه ډالرو انعام ورکولو اعلان کړی.

دا د انټرنېټي مجرمانو نیولو لپاره تر اوسه تر ټولو لوی انعام دی. یوګیني بوګاچیف ته پروسږ کال امریکا کې د یوه لوی انټرنيټي جرم له کبله سزا ورکړله شوه.

هغه قضیه کې له ۱۰۰ میلیونو ډېرې پېسې غلا شوې وې.

نوموړی وروستی ځل روسیې کې ولیدل شو او له دې سره اټکل کېږي، چې هغه هلته ازاد ګرځي. د امریکایانو لپاره د هغه نیول ځکه ګران دي، چې د روسیې او امریکا تر منځ د مجرمانو تبادلې هوکړه نه شته.

بوګاچیف، چې د لکي ۱۲۳۴۵ یا سلاویک په نومونو هم پېژندل کېږي، په اړه یې ویل کېږي، چې د بریدګرو ( ګیم اوور ) نومي شبکې مشر و.

دغې ډلې په اړه ویل کېږي، چې نژدې لس لکه کمپیوټرونه یې ښکار کړي او ویجاړ کړي دي.

هغه کسان چې د دوی له لوري پرې برید شوی، لمسول کېدل، چې یو سوفټ ویر خپلو کمپیوټرونو ته ډاونلوډ کړي، چې بیا وروسته دغه سوفټوير د هغوی کمپیوټرونو کې مالي معلومات لټول.

بوګاچیف اوسمهال د هغو مجرمانو له ډلې یو دی، چې ایف ای اې یې لټون کوي.

د اامریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي ' دغه جایزه د امریکا حکومت هغه هوډ څرګندوي، چې کوم کسان په منظمو جرمونو کې برخه اخلي، هغه که انلاین وي او که له هېواده بهر، د قانون منګولو ته به وسپارل شي. '

پېسې به هغه کسانو ته ورکول کېږي، چې د بوګاچیف په اړه داسې معلومات ورکړي، چې پر بنسټ یې نوموړی ونیول شوي او یا هم سزا ورکړله شي.

د رویټرز رپوټ کې د ایف بي ای سایبر جرمونو سره مبارزې ادارې مشر جوزف ډیمرسټ له قوله ویل شوي، چې د روسیې داخلې امنیت ادارې له امریکا سره د سایبر جرمونو خلاف ګډې مبارزې ته لیوالیتا ښوولې، خو وايي د بوګا چیف قضیې سره په تړاو یې څه نه دي ویلي.

نوموړي ویلي، چې اداره د ۳۰ نورو سایبر ډلو په اړه معلومات لري، چې د بېلو هېوادونو اړوند دي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.