استرالیا: لسګونو ښځو د "ترهګرۍ ملاتړ" کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تېرې سې شنبې په ورځ د کردي ځواکونو لیکو کې د ''اسلامي دولت'' پرضد جنګېدونکی یو استرالیایی جنګیالی وژل شوی

استرالیايي چارواکو ویلي، نژدې ۴۰ استرالیايي ښځو په "ترهګریزو اعمالو" کې ګډون کړی او یا یې د ترهګرو ډلو ملاتړ اعلان کړی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ ویلي، د "اسلامي دولت" ملاتړ او هغو ښځو شمېر په ډېرېدو دی، چې له دغې ډلې سره یوځای کېږي.

نوموړې دا څرګندونې د استرالیا پارلمان ته کړې، چې وايي، سوریې او عراق ته زیاتره سفر کوونکې استرالیایۍ ښځې له سخت دریځو سره تر یوځای کېدو وروسته د هغوی له جنګیالیو سره ودونه کوي.

جنسي مرییتوب

اټکل دی لسګونه هغه کسان چې د استرالیا تابعیتونه لري، په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" په لیکو کې جنګېږي.

بیشوپ وايي‎، هلته د ښځینه بهرنیو جنګیالیو ونډه نژدې پنځه سلنه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اټکل دی، چې لسګونه استرالیایان عراق او سوریه کې له ''اسلامي دولت'' سره یوځای شوي

دا زیاتوي، دا "د منطق خلاف" کار دی، چې ښځې دې د "اسلامي دولت" په څېر ډلو سره یوځای شي.

اې بي سي خبري تلویزیون د بیشوپ له قوله ویلي "اسلامي دولت ډلې له هغو ښځو سره د جنسي مرییتوب په اړه د معالې د څرنګوالي لارښوونې خپرې کړې، چې ددوی په واک کې دي".

دا وايي "آن ماشومان هم له دې ځورونې لیرې نه دي، په لارښوونو کې پر هغو نجونو د جنسي تېري هڅونه شوې، چې د بلوغ حد ته نه دي رسېدلې".

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د دغه ډول ځورونې د نجونو له کورنیو غوښتي چې سخت دریځو ته د خپلو نجونو د ورتګ مخه ونیسي.

بل خوا، یو استرالیایی، چې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد د کردي ځواکونو په لیکو کې جنګېده، وژل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، دغه استرالیایی جنګیالی د تېرې سې شنبې په ورځ د سوریې شمال ختیځ کې د "کردي ولسي ملاتړ پر کنډک" د "اسلامي دولت" جنګیالیو په برید کې وژل شوی.

استرالیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هېواد یې د سخت دریځو اسلامپالو د مخ پر زیاتېدونکو اعمالو له کبله له ګواښ سره مخامخ دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جولي بیشوپ وايي: "آن ماشومان هم له دې ځورونې لیرې نه دي، په لارښوونو کې پر هغو نجونو د جنسي تېري هڅونه شوې، چې د بلوغ حد ته نه دي رسېدلې".

د استرالیا لومړي وزیر توڼي ابوټ د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د هېواد د ننه د تابعیت د قوانینو د سختولو اعلان وکړ.

ده وویل: "هغه استرالیایان چې له ترهګرو ډلو سره یې وسلې اخیستې، په تېره بیا په افغانستان او عراق کې د استرالیا پوځ حضور سربېره، دوی زموږ د هېواد پرضد راپورته شوي دي، چې د همدې کړنې پربنسټ باید له دوی سره معامله وشي".

دی وايي، دوه ګوني تابعیت لرونکي باید یو تابعیت پرېږدي.

ورته مطالب