"اسلامي دولت" د عراق موصل موزیم لرغوني توکي مات کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د یونیسکو مشره: ''لرغونتوکي ماتول یو لوی کلتوري ناورین دی''.

په داسې حال کې چې "اسلامي دولت" ډلې د عراق موصل ښار موزیم کې د لرغونو توکو د ماتولو یوه وېډيو خپره کړې، یونیسکو له امنیت شورا په دې اړه د یوې بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې ده.

په خپره شوې وېډیو کې ظاهراً ښکاري، چې د موصل ښار موزیم کې د "اسلامي دولت" جنګیالي لرغوني توکي په مارتول او نورو څیزونو ماتوي.

"اسلامي دولت" ډلې نینوی ولایت کې هم د "نرګال دروازه" په نامه لرغوني توکي او مجسمې ماتې کړې دي.

د ویډیو له خپرېدا وروسته یونیسکو له امنیت شورا په دې اړه د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې ده، چې عراق کې د لرغوني میراث ساتنې لپاره لاس په کار شي.

د یونیسکو سازمان مشر یرینا بوکووا د یوې اعلامیې په خپرولو د داعش له لوري دغه کړنه د فرهنګ د پوپنا کولو په معنا بللې ده.

په وېډیو کې د داعش وسله والو مجسمې پر ځمکه راغورځوي او هغه ټوټې ټوټې کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption په عراق کې د "اسلامي دولت" تر کنټرول لاندې سیمو کې له ۱۲ زرو لرغونو سیمو ۱۸۰۰ ددوی په لاس کې دي.

موصل ښار د "اسلامي دولت" تر کنټرول لاندې دی.

پر ټولنیزو رسنیو دغې خپرې شوې وېډیو کې د دغې ډلې جنګیالي لرغونتوکي په مارتول، تېشو او برېښنايي برمو ماتوي.

په وېډیو کې یو سړی، چې تورې جامې یې اغوستې دي، د آشوري پېر یو ښکرور غوایی ماتوي، چې لرغونتوب یې تر میلاد وړاندې نهمې پېړۍ ته رسېږي.

یوه وسله والو په وېډیو کې ویلي، دغه مجسمې ځکه ماتوي، چې ګني "د اسلام پیغمبر محمد (ص) یې د ماتولو امر کړی".

شنونکي وايي، دغه لرغونتوکي ډېر زیات ارزښت لري.

د انځور حقوق AP
Image caption "اسلامي دولت" ډلې نینوی ولایت کې هم د "نرګال دروازه" په نامه لرغوني توکي او مجسمې ماتې کړې دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د اردن عمان کې د یوه عراقي لرغونپوه پروفیسر احسان فتحي له قوله ویلي، "د لرغونتونکو دغه ویجاړي نه جبیره کېدونکې ده، او دا د کلتور له منځه وړل دي".

د ویلو ده چې په عراق کې د "اسلامي دولت" تر کنټرول لاندې سیمو کې له ۱۲ زرو لرغونو سیمو ۱۸۰۰ ددوی په لاس کې دي.

باور کېږي چې "اسلامي دولت" ډلې ځینې دغه لرغونتوکي د خپلو پوځي لګښتونو پوره کولو په موخه پلورلي دي.

"اسلامي دولت" ډله په تېره جنورۍ کې د موصل کتابتون ته هم ننوتې وه، چې نژدې ۸۰۰۰ لرغوني کتابونه او کمیابه مخطوطې پکې وې. دوی د کتابتون قلفونه مات کړي وو، او ۲۵۰۰ کتابونه یې ترې راویستل، خو اسلامي لرغوني کتابونه یې پکې پرېښودول او نورو ټولو ته یې اور ورته کړ.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب