مسکو کې د نیمتڅوف په درناوي لسګونه زره کسانو لاریون وکړ

Image caption ټاکل شوې وه چې دی د یکشنبې پر ورځ د مخالف ګوند د یوه لاریون مشري وکړي خو د نوموړي وژنې دغه چاره د ویر پر لاریون بدله کړه.

د مسکو په مرکزي برخه کې لسګونه زره کسانو د مخالف سیاستوال بوریس نیمتڅوف په درناوي لاریون وکړ چې د جمعې پر ورځ په ډزو ووژل شو.

لاریون کونکو د ښاغلي نیمتڅوف انځورونه او لوحې لاس کې نیولې وې چې پرې د "زه نه وېرېږم" شعارونه لیکل شوي وو.

ټاکل شوې وه چې دی د یکشنبې پر ورځ د مخالف ګوند د یوه لاریون مشري وکړي خو د نوموړي وژنې دغه چاره د ویر پر لاریون بدله کړه.

د ښاغلي نیمتڅوف ملاتړو پر کرېملین تور لګولی خو ولسمشر وېلادیمیر پوتین دغه وژنه غندلې، ناوړه عمل یې بللی او هوډ یې څرګند کړی چې وژونکي به پیدا کوي.

د مخالف ګوند ملاتړي کرېملین ته نږدې سره یوځای شول. ځینې لاریون کونکي د (ګرېټ مسکو فریټسکي) پل پر لور، هغه ځای چې ښاغلی نیمتڅوف په کې ووژل شو، روان شوي دي.

څو زره نور کسان بیا د سینټ پیټرسبرګ په ښار کې لاریون کوي.

بېرغونه او ګلونه

تر دې وړاندې د مسکو ښار چارواکو د ۵۰ زره کسانو د لاریون منظوري ورکړې وه خو د لاریون سمبالونکو وویل ښايي د وژنې له قضیې وروسته دغه شمېر زیات شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په مسکو کې د لاریون د کابو کولو لپاره یو لوی شمېر پولیس هم ځای پر ځای شوي دي.

په رسمي ډول تر اوسه کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي خو اټکل دی چې په لاریون کې د ۱۶ زرو او ۷۰ زرو تر منځ خلک وو.

په لاریون کې ډېرو خلکو خپل ملي بېرغ او ګلونه په لاسونو کې نیولي وو چې د پېښې په سیمه کې یې کېږدي. ځینو د اوکراین بېرغ په لاس کې نیولی و.

پر ځینو لوحو لیکل شوي وو "هغه د روسیې د راتلونکې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ" او "هغوی له تا وېرېدل، بوریسه".

له لاریون وړاندې مخالف سیاستوال ګېنادي ګوډکوف د رویټرز خبري اژانس ته وویل:

"که موږ د مخالف ګوند پر ضد د کرکې د کمپاین مخه ونیسو، نو بیا روسیه کې د بدلون چانس لرو. ګنې نو د یو ستر مدني کړکېچ شونتیا شته".

د (میدان ضد) نومې کرېملین پلوه ډلې فعالانو وویل دوی د لاریون مخه نه نیسي.

ورته مطالب