د عراق ملي موزیم تر ۱۲ کلنې تړل کېدا وروسته بېرته پرانیستل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بغداد ملي موزیم بېرته پرانیستل کېدو لامل موصل کې د ''اسلامي دولت'' له لوري د لرغونتوکو د ماتولو د وېډیو خپرېدل ښودل شوي

په بغداد کې د عراق ملي موزیم تر ۱۲ کلنې تړل کېدا وروسته بېرته د تېرې شبنې په ورځ پرانیستل شو.

عراقي چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د موزیم ګڼ لرغوني لوټل شوي توکي بېرته موندل شوي او رغول شوي دي.

د عراق ملي موزیم وروسته تر هغه بېرته پرانیستل شوی، چې "اسلامي دولت" ډلې د موصل موزیم د ځینو لرغونو توکو د ماتولو وېډیو خپره کړې وه.

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي بغداد کې د ملي موزیم پرانیستل کېدو مراسمو کې ژمنه وکړه، چې د موصل موزیم لرغونتوکو له ماتوونکو سره به جدي چلند وشي: "وحشي او مجرم ترهګر غواړي د عراق د بشریت او تمدن میراث له منځه یوسي، خو موږ به هغوی ته ددې عمل سزا ورکړو".

د موصل موزیم کې د لرغونو توکو تر تخریب وروسته، یونیسکو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو او د موصل موزیم د لرغونتوکو د ساتنې په اړه د ګام پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بغداد موزیم کې ځینې تاریخي آثار اوه زره کلن تاریخ لری
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د عراق لومړي وزیر د موزم بیا پرانیستلو مراسمو کې د موصل موزیم لرغونتوکو ماتوونکو د محاکمې کولو ژمنه وکړه

د عراق د توریزم او تاریخي آثارو د وزارت مرستیال قیس حسین رشید د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د موصل موزیم لرغونتوکو په اړه د داعش کړنه ددې لامل شوه چې د بغداد موزیم ژر بېرته پرانیزو.

عراقي چارواکي اټکل کوي، چې د صدام حسین د واکمنۍ له ړنګېدا وروسته، د نارامیو په لړ کې د بغداد له موزیم نه نژدې ۱۵ زره لرغونتوکي غلا او لوټ شوي دي.

دغه چارواکي دا هم وايي، تر اوسه نژدې ددغو لرغونتوکو درېیمه برخه د بغداد موزیم ته بېرته ورستانه کړل شوي.

د بغداد مویم کې د موجوده تاریخي اثارو ټولګه کې هغه لرغونتوکي هم شته، چې د بین النهرین د اوه زره کلن تاریخ ښکارندوی دي.

بغداد او شاوخوا سیمې نژدې هره ورځ د ناامنیو او چاودنو شاهدې دي. د تېرې شنبې په ورځ په ورځ د بغداد شمال کې یوه برید لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بغداد مویم کې د موجوده تاریخي اثارو ټولګه کې هغه لرغونتوکي هم شته، چې د بین النهرین د اوه زره کلن تاریخ ښکارندوی دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بغداد ملي موزیم دروازه

ورته مطالب