' جهادي جان یوازیتوب خوښونکی جنګیالی و '

د انځور حقوق AP
Image caption داسې ویل ګران دي، چې ګواکې هغه د داعش له کبله په جهادي جان نومي قاتل بدل شوی

د اسلامي دولت ډلې یو پخواني جنګیالی وايي، برتانونی جهادي ' جهادي جان ' یوازیتوب خوښونکی سړی و.

دغه پخواني جنګیالي له محمد ایموازي سره پروسږ کال سوریې ته له رسېدو وروسته لیدلي دي.

د نوموړي په خبره نورو برتانويانو نه غوښتل د اسلامي دولت ډلې په ویډیو کې ولیدل شي، خو وايي ایموازي خپله غوښتل چې ویډیويي کلیپ کې ولیدل شي.

ایموازي کویت کې زېږېدلی او وروسته برتانیا ته تللی.

نوموړی د اسلامي دولت ډلې په ویډیويي کلیپونو کې لیدل شوی، چې پکې وژنې کېږي. جنګیالي چې شل کلن معلومیږي او ځان ابوایمن بولي اسلامي دولت ډله پرې ایښې ده.

ابو ایمن له بي بي سي سره د ایموازي په هکله غږېدلی دی.

کله چې دوی سره ولیدل وايي دواړه د اسلامي تنظیمونو عام جنګیالي وو، چې د بشارالاسد حکومت خلاف جګړه کوي.

بهرني جنګیالي، چې ډېری پکې برتانویان وو د سوریې شمال الطمعه سیمه کې یو ځای شول. دغه سیمه کې د کډوالو لپاره یو ستر پنډغالی جوړ شوی دی.

جنګیالیو دغه سیمه کې کورونه غصب کړل او یو شمېر هغو یې اسوده ژوند تېراوه.

د انځور حقوق Getty
Image caption خبریالان د لندن هغه کور مخې ته یو ځای شوي، چې ویل کېږي ایموازي پکې یو مهال اوسېد

' برتانوي وسله وال تل یو ځای ګرځېدل، خو ایموازي به له دوی بېل ګرځېده. ' برتانویانو به دغه جګړه ' پنځه ستوریزه ' جګړه بلله، دوی به پر انسټاګرام او ټویټر انځورونه خپرول.

ابو ایمن څو ځلې د جهادیانو ' برټش هاوس ' ته روغلی. نوموړی وايي کله یې چې لومړی ځل ایموازي ولید عجیب احساس یې کاوه.

هغه وايي، لږ خبرې یې کولې. له موږ سره یوځای یې لمونځ نه کاوه. له خپلو ملګرو سره یو ځای یې لمونځ کاوه. اکثر برتانوي جنګیالو له موږ سره یو ځای لمونځ کاوه.

اکثر برتانویانو به چې موږ بهر ولیدو ( های ) به یې ویل، خو ایموازي به مخ وګرځاوه.

نو بیا ایموازي چې یو عادي جنګیالی و، څنګه ' جهادي جان ' شو، چې د اسلامي دولت د بربریت نښه ده؟

ابو ایمن وايي، داعش مسلکي رواني ماهرین لري. دوی پوهیږي، چې کوم جنګیالي وټاکي او څنګه یې مشهور کړي.

'خو بیا هم ایموازي کې داسې کومه ځانګړنه نه وه، هرڅوک کولای شي د هغه په څېر شي. د امیر له لوري امر کېږي او سړی مشهور شي.'

ابو ایمن وايي، ډېری وسله وال له دې کبله د داعش ملګري شول، چې غوره وسله او ګاډي به ترلاسه کړي. ابو ایمن وايي له دې کبله یې داعش پرېښود، چې وايي د ښځو او ماشومانو د وژلو امر ورته شوی و.

د انځور حقوق
Image caption محمد ایموازي کویټ کې زېږېدلی او وروسته برتانیا ته تللی

له ابو ایمن نه پوښتنه وشوه، چې نورو وسله والو ایموازي ته په څه نظر کتل، نوموړي وویل، د ډېرو هغه خوښ و، ان ځینو خو د هغه له کبله داعش کې ګډون وکړ.

وايي داعش هغه د پیانو په توګه غږوي، هغه د اروپايي مسلمانانو لپاره یو مشهور شخصیت دی، خو یو شمېر بیا فکر کوي، چې هغه د ځان ښوونه کوي او اسلامي دولت ډله یې کارووي.

د ابو ایمن په خبره اکثر وسله وال غواړي داعش پرېږدي او وايي د فرصت په ترلاسه کولو به دوی ټول وتښتي.

داسې ویل ګران دي، چې ګواکې هغه د داعش له کبله په جهادي جان نومي قاتل بدل شوی، ښايي نوموړي شخصیت کې دغه اړخ له مخکې موجود و او جګړې یې دغه اړخ برالا کړ.

ډېرې سرچینې وايي، چې اسلامي دولت ډله د ایموازي خوندیتوب ډ‌ېر مهم بولي او هغه یې په یوه پټ ځای کې ساتلی دی.