د اوکراین بحران پر سر کېري له لاوروف سره خبرې کوي

د انځور حقوق AP
Image caption جان کېري به وروسته د ایران بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم وویني

د امریکا بهرنیو چاور وزیر جان کېري به وروسته د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره جینیوا کې د اوکراین بحران پر سر خبرو لپاره وویني.

دغه خبرې د ملګرو ملتونو له هغه رپوټه مخکې کېږي، چې د اوکرایني پوځ او روسي پلوه یاغیانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې ښيي.

داسې تمه کېږي، چې ښاغلی کېري به د روسیې اپوزیسیون سیاستوال د وژنې څېړنو غوښتنه هم وکړي.

ویل کېږي، بورس نیمیتڅوف، مسکو کې د جمعې په ورځ له وژل کېدو مخکې اوکراین کې د روسي پوځیانو شتوالي پر یوه رپوټ کار کاوه.

د هغه متحدینو پر کریمیلین دغه وژنه کې د لاس درلودلو تورونه پورې کړی، خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دغه وژنه سخته غندلې او دې لړ کې یې د څېړنو ژمنه کړې.

جینوا کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټ وايي، ښاغلی کېري به پر ښاغلي لاوروف د دې لپاره فشار راوړي چې نه یوازې د هغه چا معلومولو لپاره چې ماشه یې کش کړې باید څېړنه وشي، بلکې باید دا معلومه شی، چې د برید تر شا څوک وو، مالي امکانات یې چا برابر کړي وو او همغږي کونکي څوک وو.

له دې وروسته به ښاغلی کېري د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د ایران اتومي پروګرام پرسر خبرې له سره پیل کړي.

د پروګرام محدودولو لپاره ، چې بدل کې به یې پر تهران بندیزونه نرم شي، مارچ میاشت یوې نهايي هوکړې ته رسېدو لپاره ضرب الاجل دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption پر یوه بل د سرغړونو له تورونو سره سره اوکراین کې یو نازک اوربند دوام لري

د اوکراین موضوع پر سر خبرې ښايي ترخې واوسي، ځکه تېره اونۍ ښاغلي کېري تور پورې کړی و، چې روسي چارواکو د اوکراین ختیځ کې د روسيې پلوه یاغیانو د ملاتړ په اړه ورته دروغ ویلي دي.

اوکراین حکومت لوېدیځوال مشران او ناټو وايي داسې څرګند ثبوتونه شته، چې روسیه د عسکرو او درنو وسلو په وسیله د یاغیانو مرسته کوي.

خپلواک ماهرین هم دغه تورونه غبرګوي، خو مسکو دغه تورونه په کلکه ردوي او وايي چې د یاغیانو ملګري روسیان ( رضاکار ) دي.

نازک اوربند

بل لور ته دا وروستیو ورځو کې له تاوتریخوالي سره سره د اوکراین ختیځ کې یو نازک اوربند هم پلي شوی دی.

د شنبې په ورځ دونیڅک ته نژدې پیسکي نومي کلي کې د اوکراین عکاس سیرګي نیکولایوف د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ووژل شو.

د اوکراین پوځ ویاند اندرې لیینسکوف وايي، د اونۍ پای کې د یاغیانو ډزو کې اته پوځیان ټبیان شوي دي. بل لور ته د بیلتون پالو یوه ویاند ویلي، چې دونیڅک ته نژدې حکومتي پوځیانو هم ډزې کړې دي.

تېر اپریل کې له هغه وروسته، چې روسیې کرایمیا سیمه په خپلې خاورې پورې غوټه کړه، د اوکراین ختیځو لوهانسک او دونیڅک سیمو کې جګړه پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې له هغه راهیسې دغو جګړو کې نژدې ۶۰۰۰ کسان وژل شوي دي، خو داسې باور کېږي، چې ښايي اصلي شمېرې له دې هم ډېرې وي.