د چین خونړۍ ترافیکي پېښه کې شل کسان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption پېښه د هییان ایالت شمال کې رامنځته شوې

د چین هینان ایالت کې یو بس ګاډی له پاڼه غورځېدلی، چې پایله کې یې شل کسان وژل شوي دي.

وژل شوي کسان د یوې اوپرا کمپنۍ کارکونکي دي.

پېښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.

ځايي چارواکي وايي پېښه د سې شنبې په ګهیځ وختي، د هینان ایالت شمال کې لینژو ښارګوټي ته نژدې رامنځته شوې ده.

د ژنهوا خبري اژانس په رپوټ کې د کوږ، کیڼ شوي بس انځور لیدل کېږي، چې د ونو په منځ کې پروت دی.

رپوټ کې ویل شوي، چې د مرستې چارې روانې دي.

د چین لرې پرتو سیمو په ورانو ویجاړو سړکونو خونړۍ تراپیکي پېښې معمول دي.