'د پاکستان کراچۍ د نړۍ تر ټولو ارزانه ښار بلل شوی'

د انځور حقوق
Image caption کراچۍ ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کې هم د نړۍ ارزانه ښار بلل شوی و

د اکانومیسټ مجلې انټلجینس یونټ (EIU) څېړنه ښيي، چې سنګاپور لا هم د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښار حیثیت پر خپل ځای ساتلی دی.

د تېر کال پرتله د نړۍ پنځه تر ټولو ګران بیه ښارونه لا هم پر خپل مقام پاتې دي، چې په ترتیب سره پاریس، اوسلو، زیوریچ او سډني دي.

د اي ای یو څېړنه د نړۍ ۱۳۳ ښارونه سره پرتله کوي او نیویارک یې د بیو لوړوالي او ټیټوالي بنسټ ګڼي.

دوی د خوړو، کالیو او اولیه خدمتونو په ګډون له ۱۶۰ ډېر خدمتونه او تولیدات سره پرتله کوي.

سنګاپور د اړتیا وړ لومړنیو خدمتونو برخه کې د نیویارک پرتله ۱۱ سلنه زیات ګران بیه بلل شوی دی.

د دغه مرکز په وینا له سوول سره یو ځای سنګاپور د کالیو بیو برخه کې د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښار دی، چې وايي د نیویارک پر تله پکې کالي ۵۰ سلنه زیات په لوړه بیه پلورل کېدل.

سنګاپور کې د استحقاق سسټم جواز وايي د ګاډو په بیو کې له اړتیا ډېر او پام وړ زیاتوالی راوستی، چې وايي سنګاپور کې یې د ټرانسپورټ لګښتونه د نیویارک پرتله درې برابره ډېر کړي دي.

دغه معلومات چې د سروې لپاره چمتو شوي داسې ډیزاین شوي، چې وايي د مېشتېدونکو او سفر کونکو سوداګرو لپاره به د بیا ځای پر ځای کېدو او اوسېدو لګښت معلومولو لپاره په انلاین بڼه کاریږي.

د اکنامیسټ رپوټ کې بیا ۲۰۱۵ کال لپاره د پاکستان کراچۍ ښار د نړۍ تر ټولو ارزانه ښار بلل شوی دی.

له کراچۍ وروسته د ارزانه ښارونو په نوملړ کې د هند بنګلور، د وینزویلا کاراکاس او بیا هم د هند ممبۍ او چنايي ښارونه شامل دي.

د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کالونو په ورته رپوټونو کې هم کراچۍ د نړۍ تر ټولو ارزانه ښار بلل شوی و، خو د ۲۰۱۴ رپوټ کې بیا لومړیتوب د هند ممبۍ ښار په برخه و.