هند د جنسي تېري د مجرم د مرکې په تړاو بي بي سي ته ګواښ کړی

Image caption دغې پېښې په ټوله نړۍ کې خلکو ته ټکان ورکړ او د پراخې غوصې لامل شوه.

د هند د کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه د بي بي سي پر ضد د ګام پورته کولو ګواښ کړی چې په انګلستان کې یې د یوه هندي سړي چې د جنسي تېري د جرم له کبله د مرګ په سزا محکوم شوی، مرکه خپره کړه.

رجنات سینګ، د هند د کورنیو چارو وزیر وویل هغه به د دې چارې پلټنه ترسره کړي چې ایا "له نورم سرغړاوی شوی که نه".

شنونکي وايي دا څرګنده نه ده چې نوموړی به څه ډول ګام پورته کړي ځکه بي بي سي دغه فلم په هند کې نه دی خپور کړی.

هند کې پر دغه فلم بندیز لګول شوی دی.

مرکه له یوه داسې سړي سره شوې چې د ۲۰۱۲ کال پر مهال ډيلي کې په یوه بس کې پر یوې محصلې د جنسي تېري او قتل په قضیه کې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده.

په دغه پېښه کې موکیش سنګ یو له هغو څلورو سړو دی چې د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

دغې پېښې په ټوله نړۍ کې خلکو ته ټکان ورکړ او د پراخې غوصې لامل شوه.

د مرکې پر مهال موکیش سنګ په ظاهره پښېمانه نه ښکاري بلکې له خبرو یې داسې څرګندېږي که محصلې مبارزه نه وای کړې نو ښايي ژغورل شوې وای.

"تریخ حقیقت"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption موکیس سنګ (له ښي لور دوهم) او د قضیې درې نور مجرمین

که څه هم دغه فلم او مرکه په هند کې نه ده ښودل شوې، خو ځینې فعالان بیا هم په غوصه دي.

ځینې نورو یې بیا ملاتړ کړی او ویلي یې دي فلم باید وښودل شي چې د هند په ټولنه کې د جنسي تېري پر موضوع بحث را وپاوري.

ټاکل شوې وه دغه فلم د یکشنبې پر ورځ پر بي بي سي او د هند پر تلویزوني چینل (این ډي ټي وي) هم خپور شي.

خو چارواکو یې په هند کې پر خپرېدو بندیز ولګاوه.

بي بي سي د چارشنبې پر شپه دغه مستند فلم انګلستان کې پر (بي بي سي فور) تلویزوني چينل خپور کړ.

د هند د کورنیو چارو وزیر د (این ډي ټي وي) چینل ته وویل: "موږ غوښتنه کړې وه چې دغه مستند فلم دې خپور نه شي خو بي بي سي بیا هم خپور کړ".

"موږ به په دې اړه پلټنه وکړو او بیا به اړین ګام پورته کړو".

تر دې وړاندې بي بي سي د فلم د خپرولو د پرېکړې ننګه وکړه او و یې ویل چې دا به "لیدونکو ته فرصت ورکړي چې دغه خورا پیاوړی مستند فلم وګوري".

بي بي سي وویل چې دغه مستند فلم "موضوع په مسولانه ډول څېړي او موږ ډاډه یو چې فلم په پشپړ ډول زموږ له خپرنیز لارښود سره سمون لري".

د قرباني محصلې کورنۍ هم د مستند فلم ملاتړ کړی دی.

د محصلې پلار دغه فلم یو "تریخ حقیقت" بللی او ویلي یې دي چې ټول یې باید وګوري.

ورته مطالب