سوېلي کوریا کې امریکایی سفیر په چړې وهل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption سفیر پر سر او ښي لاس لګېدلی.

د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې یوه سړي د امریکا پر سفیر مارک لیپرټ برید کړی، او هغه یې سخت ټپي کړی دی.

پر ۴۲ کلن سفیر داسې مهال برید شوی، چې یوې غونډې ته د تګ په حال کې و.

تر برید وروسته د ټپي شوي سفیر په خپرو شویو انځورونو کې ښودل کېږي، چې د سفیر له وجود وینې بهېږي.

سفیر پر سر او ښي لاس لګېدلی.

رپوټونه وايي، سفیر په تېزه چړه وهل شوی.

لیپرت تر برید وروسته سم لاسي روغتون ته لېږدول شوی، او امنیتي ځواکونو ۵۵ کلن برید کوونکی نیولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفیر ټپونه خطرناک نه دي.

د جګړې ضد نارې

د سوېلي کوریا پولیسو ویلي، برید په ځايي وخت د چارشنبې په ورځ اوه بجې او ۴۰ دقیقې (ګرینویچ ۲۲:۴۰) داسې مهال شوی، چې سیول کې سفیر د یوې غونډې تالار ته د ننوتلو په حال کې و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید کوونکی کیم کي جونګ تر برید وروسته سم لاسي ونیول شو او روغتون ته ولېږدول شو

رپوټونه وايي، برید کوونکي تر برید مخکې د "سولي او شمالي کوریاګانې باید سره یو موټی شي" چیغې وهلې.

همداشان، بریدګر د سوېلي کوریا او امریکا ترمنځ د ګډو کلنیو مناورو ضد نارې وهلې، چې دا مهال دغه پوځي مناورې دوام لري.

شمالي کوریا دغه مناورې، چې ۲۰۰ زره پوځیان پکې ګډون لري، د انتقامي برید د مخنیوي لپاره تمرینات بللي دي.

په سیول کې د بي بي سي خبریال سټیفن ایوانز وايي، داسې ثبوت نه شته، چې ګني برید کوونکی دې د شمالي کوریا لاسپوڅی وي.

زموږ خبریال زیاتوي، ځینې کوریایان پر دې اند دي، چې ګني د امریکا شتون هلته د دواړو کوریاګانو د یوموټی کېدو مخه نیولې ده.

وړاندې دغه برید کوونکي په جنوبي کوریا کې پر جاپاني سفیر هم سیمټي خښتې ویشتلې دي، او د کوریا ملي وسله وال فعالیت کې یې برخه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل ټپي شوي سفیر سره تیلیفوني اړیکه نیولې او هغه ته یې "بېړنۍ شفا" غوښتې ده.

لیپرټ وړاندې د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال هم تېل شوی، او په ۲۰۱۴ کال سوېلي کوریا کې د امریکا د سفیر په توګه ټاګل شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پام کې وه، چې سفیر د سهار چایو یوې مېلمستیا کې ګډون وکړي
د انځور حقوق AP
Image caption لیپرټ وړاندې د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال هم تېل شوی، او په ۲۰۱۴ کال سوېلي کوریا کې د امریکا د سفیر په توګه ټاګل شوی.
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي ځواکونو برید کوونکی نیولی، چې ویل کېږي ۵۵ کلن دی

د بریدګر شالید

د انځور حقوق BBC World Service
  • برید کوونکی کیم کي جونګ په ۱۹۸۵ کال د یوې داسې ډلې غړی و، چې سیول کې یې د امریکا سفارت مخې ته د امریکا بیرغ یې څیرې او اور یې ورته کړ
  • نوموړی شمالي کوریا ته په ۲۰۰۶ او ۷ کې لږترلږه شپږ ځلې تللی، او سرحدي ښار کایسونګ ته څېرمه یې د ونو اېښودو لړۍ پیل کړه
  • په ۲۰۰۷ کې، هغه سیول کې د ولسمشرۍ دفتر مخې ته ځان ته اور ورته کړ، ځکه چې پخپل دفتر کې یې د هغه جنسي تژري په اړه تحقیقات غوښتل، چې په ۱۹۸۸ کال کې رامنځ ته شوی و
  • کله چې په ۲۰۱۰ کال نوموړي پر جاپاني سفیر توشینوري شیګییي د سیمټي خښو ګوزار وکړ، په سیول کې یې خبر ډېر ژر خپور شو او د برید کوونکي پښې تر زندانه وڅکول شوې
  • په ۲۰۱۱ کې هغه هڅه وکړه چې د سیول په زړه کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اېل یادګاري جګ کړي
  • نوموړي په یوازې سر د جاپان پرضد د لانجمنو ټاپوګانو په اړه لاریون هم کړی

ورته مطالب