د اوکراین کان کې چاودنې ۳۳ کار کوونکي وژلي

د انځور حقوق .
Image caption په دې کان کې د چاودنې پرمهال نژدې ۲۳۰ کسانو کار کاوه.

د اوکراین په هغې سوېلي سیمه کې چې بېلتونپال یاغیان پرې واکمن دي، د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۳ کار کوونکي وژلي دي.

د کان چارواکو ویلي، اټکل دی، چې چاودنه به د زاسیادکو کان کې د غاز له کبله رامنځ ته شوې وي، نه د حکومتي ځواکونو او بېلتونپالو ترمنځ د جګړې له کبله.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، ۱۶ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس د اوکراین ختیځ کې د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي، په چاودنه کې لږترلږه ۳۳ کار کوونکي وژل شوي.

زاسیادکو کان اته کاله وړاندې هم په اوکراین کې د مرګونو پېښو شاهد و، چې لږترلږه ۱۰۱ کسان پکې وژل شوي وو.

د بي بي سي خبریال ټام بوریج وايي "داسې وېره ده چې هلته د بېلتونپالو د فعالیتونو له کبله اړین توکي ژر ونه رسول شي".

د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو د ژغورنې د عملیاتو لړ کې پولیسو او امنیتي ځواکونو ته د لارې پرانیستو غوښتنه کړې.

د ډبرو سکرو ددغه کان په مخکینۍ برخه کې یاغیان پراته دي.

د انځور حقوق
Image caption د ډبرو سکرو ددغه کان په مخکینۍ برخه کې یاغیان پراته دي.

په دې کان کې د چاودنې پرمهال نژدې ۲۳۰ کسانو کار کاوه.

زاسیادکو کان د دونسک ښار دونباس سیمې تر ټولو لوی کان دی، چې یاغیان پرې واکمن دي، او دا مهال د حکومتي ځواکونو له کنټروله بهر دی.

ورته مطالب