"داعش" د عراق لرغوني "حضر" ښار ویجاړول پیل کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption ددغه ښار کنډوالې په دېوالونو او دنګو ستنو ښکلې ښکارېدې، چې د هغه مهال د ښاري ژوند یوه ښکاره بېلګه ده.

د عراق شمالي کې کردي سرچینې وايي، د "اسلامي دولت" ډلې (داعش" د حضر لرغوني ښار د کنډوالو ویجاړول پیل کړي دي.

حضر ښار د اشکاني پېر د ګوتو په شمېر لرغونو سیمو څخه یوه ده، چې قدامت یې تر دوو زرو کلونو اوړي.

ددغه ښار کنډوالې په دېوالونو او دنګو ستنو ښکلې ښکارېدې، چې د هغه مهال د ښاري ژوند یوه ښکاره بېلګه ده.

د حضر ښار د ویجاړولو خبرونه داسې مهال خپاره شوي، چې تېره ورځ داعش د نمرود لرغوني ښار کنډوالو له منځه وړلو عملیات هم پیل کړي وو.

نمرود لرغونی ښار د آشوري تمدن یوه بېلګه ده، چې له میلاد ۱۳ کلونه مخکې د موصل جنوب ختیځ کې ۳۰ کیلومتره لیرې د دجلې پر سیند پروت دی.

یونیسکو د نمرود لرغوني ښار ویجاړول جنګي جرم بللی دی.

د داعش ددغه ګام پروړاندې د لرغونپوهانو غوسه راپارېدلې ده.

د عراق نینوی ولایت، چې موصل او نمرود ښارونه یې د عراق د لرغونو ځایونو ځینې برخې دي، د تېر ۲۰۱۴ کال اوړي کې د داعش جنګیالیو لاسونو ته ولوېدل.

د انځور حقوق AP
Image caption د حضر ښار د ویجاړولو خبرونه داسې مهال خپاره شوي، چې تېره ورځ داعش د نمرود لرغوني ښار کنډوالو له منځه وړلو عملیات هم پیل کړي وو.

حضر د یونیسکو د نړۍ په لرغونو میراثي سیمو کې ثبت شوی ښار دی.

په عراق او سوریه کې "اسلامي دولت" تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ګڼ زیارتونه او لرغوني ځایونه او توکي له منځه وړي دي.

په موصل کې د کردستان دیموکرات ګوند چارواکي سید مموزیني رسنیو ته ویلي، "اسلامي دولت" په بېلچو او کولنګونو د دغه ښار ړنګول پیل کړي دي:

"حضر ښار ډېر لوی دی او ګڼې داسې لرغونې مجسمې پکې پرتعې دي، چې د پېړیو په اوږدو کې لاس پرې نه وو وهل شوی. اورپکو وړاندې د سرو او سپینو زرو خزانې لوټلې دي".

تېره اونۍ "اسلامي دولت" موصل موزیم کې د لرغونو توکو د ماتولو وېډیو خپره کړه.

په وېډیو کې لرغوني بوتان په برممو او مارتولونو وهل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نمرود لرغونی ښار د آشوري تمدن یوه بېلګه ده، چې له میلاد ۱۳ کلونه مخکې د موصل جنوب ختیځ کې ۳۰ کیلومتره لیرې د دجلې پر سیند پروت دی.

"اسلامي دولت" د تېر ۲۰۱۴ کال له جون میاشتې راهیسې د عراق پر دویم ستر ښار موصل واکمن دی، چې ویل کېږي په دې سیمه کې له میلاده وړاندې د ۱۲۰۰۰ کاله مخکې نژدې ۱۸۰۰ لرغوني توکي موجود دي.

اشکاني امپراتوري په لرغوني ایران کې زښته ډېر سیاسي او کلتوري واک لرونکی ځواک و.

دغه امپراتوري له میلاد دوه پېړۍ مخکې د خپل واک د اوج په شپو ورځو کې له اوسني پاکستان نه لرغوني شام (اوسنۍ سوریې) ته وغځېده.

ورته مطالب