"نان تیري" کردۍ وچه ډوډۍ، ګټې او ارزښت

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه ډوډۍ په یوه اوسپنیز تنور کې چې کردان "سیرو غاز" ورته وايي، پخېږي.

خیریه امین یوه کردۍ عمر خوړلې مېرمن ده چې اوس یې عمر اویا کلونو ته رسېدلی، خو د "نان تیري" وچې ډوډۍ له پخولو خوند اخلي.

"نان تیري" په کردي کلتور کې تر ټولو د خوښې وړ وچه ډوډۍ ده، خو د عراق کردستان کې بیا ډېره دود شوې ده.

دغه مېرمن وايي، دغه دودیزه وچه ډوډۍ "موږ ته له پلرونو او نیکونو راپاتې ده، هېڅ کردۍ کورنۍ له دې ډوډۍ پرته خواړه نه شي خوړلی".

دا وايي، د نان تیري چمتو کولو لپاره یوه کوچني ګردي لرګین میز یا درې ته اړتیا ده، او یوه سوټی پکار دی، چې کردان یې "ده رخودنه" بولي.

دغه ډوډۍ په یوه اوسپنیز تنور کې چې کردان "سیرو غاز" ورته وايي، پخېږي.

چمتو کول

دغه مېرمن وايي، ددغې ډوډۍ خمیر اوړه، اوبه او مالګه غواړي "ځکه نو تر اوړو لمدولو وروسته سم لاسي باید پخه کړی شي.

نان تیري تر یوې دقیقې کم وخت (۵۰ ثانیو) کې پخېږي.

د انځور حقوق
Image caption "نان تیري" په کردي کلتور کې تر ټولو د خوښې وړ وچه ډوډۍ ده، خو د عراق کردستان کې بیا ډېره دود شوې ده.

عجیبه خو لا دا ده چې نان تیري د "څو کلونو" لپاره پرته له دې چې روغتیا ته زیان ورسوي، ساتل کېږي، کله چې څوک د خوړلو اړتیا ورته پیدا کړي، لږ اوبه ورباندې وپاشي چې لمده او نرمه شي، خو داسې نه ښکاري لکه په پخولو یې چې نیم ساعت هم وتلی وي.

په اربیل ښار کې د باطني ناروغیو یو متخصص کارزان نجم الدین وايي، "نان تیري" خوړل ځینې روغتیايي ګټې هم لري، په تېره بیا د هغو ناروغانو لپاره ګټورې دي، چې قولنج لري او یا د ساه لنډۍ ستونزه لري؛ ځکه چې له کیمیاوي موادو پاکه ډوډۍ ده.

دی وايي "دغه ډوډۍ ډېره نرۍ ده، چې تر پخولو وروسته د خمیر هېڅ اثر پرې نه پاتې کېږي، د نورې وچې ډوډۍ پر خلاف ژر هضمېږي".

روغتیايي ګټې

دی وايي، ددغې ډوډۍ په اړه ترسره شوې څېړنې ښيي، چې ډېر لږ غوړ پکې کارول کېږي، چې د زړه ناروغي یا د وینې د غوړ لرونکو ناروغانو لپاره یې خوړل بې ګټې نه دي.

نوموړی وايي، د نان تیري غنم رنګه ډوډۍ تر ټولو ډېره صحي ده، چې د شکر لرونکو ناروغانو لپاره "سره زر" تمامېدای شي.

پنځوس کلنه نسرین جاسم وايي، له څو کلونو راهیسې له نان تیري نه تېریږي او هره ورځ یې په دسترخوان اېښې وي.

دا وايي "موږ دومره نان تیري اخلو، چې د یوې میاشتې لپاره بس وي. سل نان تیري وچې ډوډۍ په نژدې څلویښت ډالره کېږي".

د انځور حقوق
Image caption د باطني ناروغیو متخصص کارزان نجم الدین وايي: ''د نان تیري غنم رنګه ډوډۍ تر ټولو ډېره صحي ده، چې د شکر لرونکو ناروغانو لپاره "سره زر" تمامېدای شي''.

نوموړې وايي، له شیدو سره نان تیري بېل خوند لري، ځکه چې سپکه وي.

دا زیاتوي، کردانو دا ډوډۍ د فقر او بېدیايي ژوند له کبله رایج کړې ده، هم ژر پخېږي او هم بې ضرره ده.

وړاندې به دغه ډوډۍ یوازې په کلیوالو سیمو کې پخېده، خو اوس په ښارونو کې د عصري ګازي تنورونو له جوړوېد وروسته یې مشتریان او مینه وال ډېر شوي دي.