د یو میلیارد برېښنالیکونو په غلا درې تورن کسان

د انځور حقوق science photo lab
Image caption امریکايي چارواکو په وینا دغو تورنو کسانو نژدې یو میلیارد ایمیل ادرسونه غلا کړي وو

امریکا يي چارواکي وايي، د انټرنېټ په تاریخ کې یې د هک کولو تر ټولو لوی طراحان نیولي دي.

په دغه دوسیه کې دوه ویتنامي وګړي او یو کاناډایی په انټرنېټي او له یو میلیارده ډېرو ایمیل ادرسونو په غلا کولو تورن شوي دي.

د امریکا رسمي چارواکي وايي، دغه غلا د دغه هېواد د ۲۰۱۱ کال د کانګرس د یوې څېړنې موضوع ده او دا تر دې دمه لویه انټرنیټي غلا ده چې په مجازي فضا کې ایمیل ادرسونو او نومونو لپاره ترسره شوې.

په دغه قضیه کې دوه ویتنامي وګړي چې له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۲ کاله پورې لږ تر لږه ۸ لوی انټرنیټي خدمت وړاندې کوونکي هک کړي تورن ګڼل شوي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دغو وګړو د دغو ایمیل ادرسونو د غلاکولو او د هغوی پلورلو له لارې لږ تر لږه دوه میلیونه امریکايي ډالره ترلاسه کړي.

۲۸ کلن ویت کوک نیګاین او ۲۵ کلن جیانګ هوانګ د معلوماتو د طرحې د غلا دوه تورن ویتنامي وګړي دي.

۳۳کلن کاناډايی ډیویډ مانوېل سانتوز ده سیلوا هم تورن دی، چې د پيسو د مینځلو په لړ کې یې له دغو دوو کسانو سره مرسته کړې.

د امریکا لوی څارنوال مرستیال لېسلي کالډال ویلي "دا د انټرنېټ په تاریخ کې د معلوماتو او برېښنالیکونو په برخه کې رامنځ ته شوی درز دی چې عملیات یې له ویتنام، هالنډ او کاناډا نه ترسره کېدل".

تېره میاشت کاناډايي تورن سیلوا د امریکا فلوریډا ایالت په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شو.

په ۲۰۱۲ کال کې په هالند کې یو ویتنامی تورن ونیول شو او د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې امریکا ته مسترد شو.

امریکايي چارواکي وايي، هغه تېره میاشت پرې لګېدلي تورونه ومنل او ټاکل شوې چې راتلونکې اپریل میاشت کې د محاکمې حکم پرې صادر شي.

دریم تورن کس نیګاین لا تری تم دی.

ورته مطالب