"اسلامي دولت" د ورېښمو پر لار لرغونی حضر ښار ویجاړ کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حضر ښار د یونیسکو په نړیوالو لرغونو میراثونو کې راځي

د عراق انبار ولایت کې سوېلي موصل ښار ته څېرمه "اسلامي دولت" ډلې د حضر لرغونی ښار او کنډوالې له منځه وړې دي.

د عراق ګرځندوی او لرغونو توکو ساتنې وزارت وايي، ددغه لرغوني ځای ویجاړو شویو لرغونتوکو ارزښت مالوم نه دی.

خو وزارت وايي، حضر ښار له ځمکې سره هوار شوی دی.

حضر ښار له میلاده نژدې دوه زره کاله مخکې جوړ شوی، چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په لست کې و.

داعش چې د عراق او سوریې پراخې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي، وايي، مجسمې او زیارتونه "بوتان" دي، چې په وینا یې باید ویجاړ شي او ځانونه ترې خلاص کړي.

حضر ښار د موصل په سوېل لوېدیځ کې شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره لیرې په یوه یوه برجور کلي کې پروت دی، چې د رومیانو د ښکېلاک پروړاندې یې دنګو دروازو دغه ښار له ویجاړۍ وساته.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ددغه ښار قدامت د سلوقي دولت ۲۰۰۰ کلن تاریخ ته رسېږي، چې له میلاد وړاندې په دویمه او درېیمه پېړۍ کې د اسکندر مقدوني تر مړینې وروسته جوړ شو.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حضر ته د اسلام تر رسېدا ورسته یې وګړي مسلمانان شول، چې د آسیا له لارې د ورېښمو مهمه سوداګریزه لاره پرې جوړه شوه.

ددغه ښار قدامت د سلوقي دولت ۲۰۰۰ کلن تاریخ ته رسېږي، چې له میلاد وړاندې په دویمه او درېیمه پېړۍ کې د اسکندر مقدوني تر مړینې وروسته جوړ شو.

اسکندر پر لوېدیځه اسیا واکمن شو، چې بیا یې واکمني سوریې، او هند ته هم وغځېده.

سلوقیانو له لرغوني یونان سره تقریباً یوشان کلتور درلود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو کردی چارواکی وايي، حضر ښار کې داسې هنري تحفې وې، چې د ښار د جوړېدو پېر یې په ډاګه کاوه

حضر ته د اسلام تر رسېدا ورسته یې وګړي مسلمانان شول، چې د آسیا له لارې د ورېښمو مهمه سوداګریزه لاره پرې جوړه شوه.

"اسلامي دولت" په تېر جولای کې موصل ښار ونیو. موصل د عراق دویم تر ټولو لوی ښار دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حضر د موصل سوېل لوېدځ کې شاوخوا ۱۱۰ کیلومتره لیرې پروت دی

ورته مطالب