ليبيا کې د تېلو بهرني کارکوونکي تښتول شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption تېره اوونۍ د اسلامي دولت ډلې له خوا ليبيا کې د تېلو پر ځايونو ګڼ بريدونه شوي وو

د اتريش د بهرنيو چارو وزارت وايي د تېلو نهه بهرني کارکوونکي د اسلامي دولت ډلې له خوا په ليبيا کې تښتول شوي دي.

دا کارکوونکي د اتريش، چک او اووه نوري د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکي دي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا ژوندي نيول شوي دي.

د ليبيا د پوځ يوه وياند بي بي سي ته وويل دا پېښه د طرابلس په جنوب ختيځ سيمه کې د الغني د تېلو په ځای کې رامنځ شوې ده.

ده زياته کړه چې په دې بريد کې له اتو ساتونکو سرونه هم غوڅ شوي دي. يو بل کارکوونکي له دې پېښې وروسته د زړه حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د تيلو کمپنۍ وي اې او اېس (VAOS) وايي زموږ هېڅ کوم کارکوونکي په دې پېښه کې ټپي يا وژل شوی نه دی. دوی زياته کړه موږ تراوسه نه پوهېږو چې کومې ډلې دا پېښه ترسره کړې ده.

سرچينې وايي فلېپين منلې چې څلور تښتول شوي کسان د دوی تبعه دي. نور تښتول شوي وګړي د اتريش، چک، بنګله دېش او د غانا اوسيدونکي دي

د ليبيا د پوځ وياند وايي دغه ډلې له پخوا غوښتل چې د هېواد د تېلو صنعت ونيسي.

تېره اوونۍ د اسلامي ډلې غړي په بهاي او مبارک کې د تېلو په ځايونو بريدونه کړي وو. د معمر قذافي له وژلو وروسته وسله والې ډلې په ليبيا کې د واک ته رسېدو له پاره جنګېږي.