لمریزه الوتکه د نړۍ چاپيره الوت په موخه والوته

د انځور حقوق EPA
Image caption د الوت په بهیر کې پیلوټ ته یوازې ۲۰ دقیقې د خوب اجازه شته

هغې الوتکې چې له لمره انرژي اخلي او په ټوله نړۍ به را وګرځي له ابوظبي ښاره خپل دغه اوږد سفر نن دوشنبه (مارچ۹) پیل کړ.

که د سولر امپیولس ۲، په نوم دغې الوتکې په بریالیتوب سره خپل سفر پای ته ورساوه نو په نړۍ کې به نوی ریکارډ جوړ کړي.

دغه الوتکه د کرینوچ پروخت په ۲:۳۰ بجو له ابوظبي نه الوت پیل کړ او په لومړي پړاو کې یې له عمان نه تېره شوه او هندوستان ته ورسېده.

په را تلونکې ۵ میاشتو کې به له بېلابېلو لویو وچو تېره شي او د نړۍ ګرد چاپیره به د خپلې ګرځېدا د پوره کولو هڅه وکړي. د سویتزرلیند دوه پیلوټان اندری بوریش برګ او برترون پیکارډ به دغه الوتکې ته به په دمه دمه پرواز ورکوي او د الوت په پړاو کې به په بېلا بېلو ښارونو کې ناسته کوي او اړینه ارزونه به یې کېږي. د سولر امپیولس اجرایوي مشر بي بي سي سره په خبرو کې وویل:"دا یوه ځانګړې الوتکه ده او موږ باید له لویو لویو سمندرونو نه تیر شو او ممکن موږ دغه الوت ته ۵ ورځې او ۵ شپې پرله پسې دوام ورکړو او دا موږ ته یو لوی ګواښ دی او یوازې له چین نه د تېریدو لپاره پر موږ دوه میاشتې تیرېږي چې له دې لپاره باید موږ چمتو اووسو". له دې وړاندې هم داسې هڅې شوې، چې الوتکه د لمر په انرژۍ الوتنه وکړي، لکه هغه هڅه چې په ۲۰۱۳ کال کې وشوه او یوه الوتکه له امریکا تیره شوه ، خو په ټوله نړۍ کې الوتنه به یو نوی ریکارډ وي.

د انځور حقوق AFP Solar Impulse Project
Image caption نوې لمریزه الوتکه ۷۲ میتره وزرونه لري او وزن یې ۲،۳ ټنه ده

د دې موخې لپاره د 'سولر امپيلوس ون' پروړاندې یوه لویه الوتکه 'سولر امپیولس ۲' جوړه کړه.

نوې لمریزه الوتکه ۷۲ میتره وزرونه لري او وزن یې ۲،۳ ټنه ده د وزن کمښت یې د بریالیتوب لپاره ډېر اړین دی.

د لمریزې انرژۍ ترلاسه کولو لپاره په وزرونو کې ۱۷ زره سولر سیلز نصب شوي، او د انرژۍ د راغونډولو لپاره د لیتیم بیټرۍ نصب کړې،‌ چې له کبله یې د شپې له خوا هم الوت وکړی شي.

د بحرالکاهل او اوقیانوس سمندر نه د تېریدو لپاره د شپې له خوا الوت یې ډېر اړین دی ځکه چې منځنی رفتار یې په ساعت کې ۷۲ کیلیو متره ده.

په دغه الوتکه کې د پیلوټ ځای ډېر وړوکی دی چې له کبله به یې پیلوټ ته کښیناستل ستونزمن وي.

د الوت په بهیر کې پیلوټ ته یوازې ۲۰ دقیقې د خوب اجازه شته.