ارجنټاین کې د فرانسې د لوبو ستوري وژل شوي

د انځور حقوق .
Image caption چورلکې د فیلم ثبتولو پرمهال جنګېدلې دي

د ارجنټاین په شمال لوېدیځ کې ددو چورلکو لوېدو لږترلږه ۱۰ کسان وژلي دي.

ددغه هېواد سرچینو ویلي، په چورلکو کې سپرو کسانو یو مستند فلم ثبتاوه، چې د بوینس آیرس شمال لوېدیځ کې نژدې ۱.۱۷۰ کیلومتره لیرې فیلا کاستالي کې یوه الوتکه له بلې سره وجنګېده.

د الیزې ماڼۍ ویلي: ''په وژل شویو کې مشهورې غوټې وهونکې فلورنس ارتو، کمیل موفت او غېږ نیوونکی الیکس واسټین هم دي''.

پولیسو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "په وژل شویو کې اته فرانسویان دي، چې ډ یوه فرانسوي تلوېزیون لپاره یې فلم ثبتاوه. دوه د الوتکو پیلوټان دي".

د لاریوجا ولایت ویاند هوراسیو الارکون ویلي: "ښکاري دغه چورلکې د فیلم ثبتولو پرمهال له یوې او بلې سره جنګېدلې دي، څوک ژوندي نه دي پکې پاتې شوي، او تر اوسه یې د جنګېدو دقیق لامل هم نه دی روښانه شوی، خو هلته هوا ښه وه".

د سیزار اوګولو ولایت امنیتي سکرتر ویلي، په پېښه کې د تصویر پرمهال لس کسان وژل شوي دي.

تلویزیوني پروګرام

د ټي ایف ۱ په نامه تلویزیون ته دغو کسانو یو پروګرام جوړاوه، چې تر ډېره په دې پروګرام کې مشهور کسان په ډېرو سختو شرایطو کې لوبېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ددغه تلویزیون پروګرام جوړولو پرمهال مرګونې پېښه رامنځ ته کېږي، دوه کاله وړاندې هم د پروګرام یوه کارکوونکی د زړه د حملې له کبله ومړ.

د لوبو درې وژل شوي ستوري

د انځور حقوق BBC World Service

  • ۲۵ کلنې کمیل موفت، په ۲۰۱۲ کې د لندن اولمپیک کې درې مډالونه ګټلي. هغه په ۲۰۱۴ کال د غوټې وهلو له سیالیو په کور کښېناسته.
  • الیکس واسټین ۲۸ کاله عمر لري، چې په د بیجینګ ۲۰۰۸ کال اولمپیک د برونزو مډال یې ګتلی. خو د ۲۰۱۲ کال په لوبو کې یې سخت وهل وخوړل.
  • فلورنس ارتود ۵۷ کلنه ده، په سمندر کې د سفر کولو ماهره ده، چې د اتلانتیک سیالیو د ۱۹۹۰ یوه مسابقه یې ګتلې وه. نوموړې په ۱۷ کلنۍ کې د موټر په ټکر کې د کوما حالت ته رسېدې وه.
د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۵ کلنې کمیل موفت، په ۲۰۱۲ کې د لندن اولمپیک کې درې مډالونه ګټلي. هغه په ۲۰۱۴ کال د غوټې وهلو له سیالیو په کور کښېناسته.
د انځور حقوق
Image caption فلورنس ارتود ۵۷ کلنه ده، په سمندر کې د سفر کولو ماهره ده، چې د اتلانتیک سیالیو د ۱۹۹۰ یوه مسابقه یې ګتلې وه.