هغه سړی چې ځان یې د پوستې له لارې استرالیا ته ورساوه

د انځور حقوق BBC World Service

د نولس سوه شپیتمې لسیزې په منځنیو کلونو کې استرالیايي ورزشکار، ریګ سپایرز، په لندن کې ایسار پاتې شوی و، پیسې ورسره نه وې چې د الوتکې ټیکټ واخلي او بېرته خپل هېواد ته لاړ شي. غوښتل ېې چې د خپلې لور د زیږیدنې کلیزې د لمانځلو مراسو ته ځان ورسوي، نو تصمیم يې ونیوه چې د لرګیو په یوه کریټ یا صندوق کې ځان د پوستې له لارې استرالیا ته ورساوي.

هغه وايي: “په کریټ کې مې ځان واچاوه او لاړم. هلته څه وچې ترې وېرېدلی به وای؟ له تیاره نه ویریږم، بس هلته کیناستم. دا داسې ده لکه اوس چې سړی سفر کوي او بهر ته ځي. پر څوکۍ کینه او ځه.”

د نیمې پیړۍ نه زیاته موده وروسته اوس ریګ سپایرز دا کیسه داسې کوي لکه چې هېڅ ستونزه نه وه، پداسې حال کې چې هغه وخت د استرالیا په خبري رسنیو کې ورڅخه لویه کیسه جوړه شوې وه.

هغه وايي:” ما دا د لیونتوبه ډک پلان جوړکړی و چې په یو صندوق کې ځان استرالیا ته ورسوم. څوک ویلای شي چې دا کار امکان نلري؟ راځه وګورو چې څه کیږي؟.”

ریګ سپایرز ددې لپاره بریتانیا ته راغلی و چې یو زخم یا ټپ يې جوړ شي چې دده ورزشي کارونه يې ګډوډ کړي و. ده د نیزې غورځولو ورزش کاوه او هیله من وچې د توکیو د ۱۹۶۴ کال د اولمپیک په لوبو کې ګډون وکړي.

خو چې روښانه شوه دغو لوبوته نشي تلاې نو پدې فکر کې شو چې یو کار پیدا کړي او استرالیا ته د بېرته تلو لپاره پیسې وګټي، په هوايي ډګر کې ورته کار پیدا شو.

خو چې د ټولو ګټلو پیسو کڅوړه يې غلا شوه، خپل پلان يې بدل کړ. غوښتل يې چې د استرالیا د اډیلیډ په ښار کې خپلې مېرمن او لور سره یوځای شي، خو ستونزه دا وه چې هیڅ پیسې ورسره نه وې.

د لور د زیږیدنې د کلیزې لمانځلو وخت يې هم ډیر نژدې و، نو په بیړه کې و.

“د هوايي ډګر صادراتي بارونو په څانګې کې مې کار کاوه، راته معلومه وه چې کیدای شي پیسې هغه وخت ورکړې چې بار دې هدف ته رسېدلی وي. ما لیدلې و چې خلک حیوانات د پوستې له لارې لیږي نو فکر مې وکړ چې که هغوی يې کولای شي، زه يې هم کولای شم.”

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کریټ یا صندوق دا وړه نمونه هغه وخت جوړه شوې وه چې ددغې کیسې په اړه یو کتاب خپریده

سپایرز پدې پوهیده چې د یو کریټ اعظمي غټوالی باید څومره وي چې د هوايي پوستې له لارې استول کیدای وشي. دی په لندن کې د خپل یو ملګري، جان مک سورلي، سره اوسیده، اوله هغه نه يې غوښتي و چې داسې یو صندوق جوړ کړي چې دی پکې خپل ځان استرالیا ته ولیږلای شي.

مک سورلي وايي:” هغه ماته وویل صندوق باید ۵ x۳ x۲.۵ فوټه وي. زه پوهیدم چې ریګ حتماً دا کار کوي، نو چې داسې ده باید یو صندوق ورته جوړ کړم چې دی پکې هلته ورسیږي.”

د ریګ سپایرز په سپارښتنه دا کریټ یا صندوق داسې جوړشوی و چې دی پکې نیغ کیناستی شواې، یا دا چې پر شا پریوځي او زنګنونه قات کړي. د کریټ د دوو اړخونو تختې يې د لرګیو نه جوړشویو میخونو په وسیله ټینګې کړې وې چې له داخل نه خلاصیدای شوای. نو سپایرز کولای شوای له داخل نه يې پرانیزي. د صندوق دننه دیوالونو کې يې رسۍ هم ټینګې کړې وې چې د انتقال په وخت کې سپایرز پرخپل ځای ټینګ وساتي.

ددې لپاره چې څوک شک ونکړي چې د ننه پکې کوم انسان شته، پر کریټ باندې يې لیکلي و چې پدې کې د بوټونو رنګ دی او استرالیا کې د بوټونو یوشرکت ته لیږل کیږي. د شرکت نوم هم جعلي و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کریټ پدې وړې نمونې کې ښودل شوي چې رسۍ څرنګه د صندوق د ننه ټینګې شوې وې

که څه هم ښايي دداسې یوغټ او دروند بار د لیږلو لګښت به د الوتکې د ټیکټ د بیې نه زیات و، خو سپایرز پوهیده چې کیدای شي خپل ځان د پوستې له لارې ولیږي او پیسې وروسته ورکړي.

ښاغلي سپایرز له ځانه سره په صندوق کې، د خوراکي شیانو ډک فلزي قطي ګان، یو بطرۍ لرونکی څراغ، یوه کمپله او بالښت، دوه پلاستیکي بوتلونه، یو د څښلو اوبو او بل د میتیازو لپاره، اخیستي و.

سپایرز يې د هندوستان د هوايي کرښې، ایرانډیا، یوې الوتکې کې پورته کړی و، چې د لوېدیځې استرالیا د پیرت ښار ته روانه وه. که څه هم سپایرز غوښتل د اډیلیډ ښار ته لاړ شي، خو د پیرت ښار يې ځکه غوړه کړی و چې کوچنی هوايي ډګر يې درلوده.

د خرابې هوا له امله د لندن په هوايي ډګر کې ۲۴ ساعته وځنډېد، خو چې الوتکه هوا ته پورته شوه، له کرېټه بهر راووت.

د انځور حقوق BBC World Service

سپایرز وايي:”د لندن او پاریس ترمنځ له صندوقه راووتم، میتیازو په تنګ کړی وم. په یو فلزي قطي کې مې میتیازې وکړې او د صندوق په سر مې کیښود. پښې مې غځولې چې ناڅاپه پدې لنډ واټن کې الوتکه په راټیټیدو شوه.لږو ارخطا شوم او ژر بیرته صندوق ته ننوتم، او د میتیازو ډک قطی لا تراوسه هلته اېښی و.”

فرانسوي کارګرو چې بارونه يې سمبالول فکر کاوه چې لندن کې د دوی همکارانو ورته دا بویناکه قطي د ټوکې په توګه د صندوق پر سر اېښی دی.

سپایرز وايي: “هغوی د انګریزانو په هکله ځینې بدې خبرې کولې خو د صندوق مسلې ته یې هېڅ پام نه کېده. ماهم ځان غلی کړی و.”

استرالیا ته ددې اوږده سفر بل تمځای ممبۍ کې و، هلته د بار سمبالونکو په سره لمر کې د سپایرز صندوق ۴ ساعته سرچپه اېښی و.

هغه وايي:” ممبۍ کې د دوزخ په شان ګرمي وه، نو ځکه ما خپل ټول کالي وایستل”.

“هغوې صندوق په کانکریټي میدان کې چپه ایښی و او بارونه يې له یوې الوتکې بلې ته انتقالول. زه د کریټ ددنه ټینګ تړلی وم خو پښې مې په هوا کې وې. د سرکوزي په شان مې خولې کولې خو صبر مې کاوه، انتظار مې ایسته، بالاخره هغوی راغله راپورته یې کړم او بلې الوتکې ته یې یوړم. “

کله چې په پای کې الوتکه د استرالیا د پیرت ښار په هوايي ډګر کې پر ځمکه کیناسته، د بارونو دروازه خلاصه شوه او سپایرز واورېدل چې استرالیا يي بار سمبالونکې د کریټ د غټوالي له امله ښکنځل کوي او بد رد وايي. نو دی فوراً پوه شو چې استرالیا ته رسېدلی.

سپایرز وايي: “د لهجې نه يې وپوهېدم، څنګه به نه پوهېدای؟، د استرالیا په خاورې کې یم. د حیرانیتا وړ خبره ده. بریالی شوم”.

هغه وايي: “له یوه غوږه تربله غوږه مې خوله له خندا ډکه وه خو تر اوسه مې نه غوښتل څوک را باندې خبرشي- تقریباً ټول کار مې خلاص و”.

“پوهیدم چې صندوق یوې تحویل خانې ته وړي. کله چې يې هلته یوړم فوراً له صندوق نه راووتم. هلته د بیرو کارتنونه ایښي و.زه معمولاً بېر نه څښم خو یو قطی بیر مې راواخیستل او ومې څښل.”

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۱۹۶۴ کې ریګ سپایرز له سفر وړاندې په لندن کې

سپایرز د لرګیو په کریټ کې درې ورځې سفر وکړ او ژوندی پاتې و. خو ستونزه دا وه چې له هوايي ډګر نه به څرنګه وځي. له نیکه مرغه بیا هم بخت ورسره و.

“په تحویل خانې کې ځینې سامانونه و، د هغو په مرسته مې په دیوال کې یو سوری جوړ کړ او ووتم. پیره داران نه و. له خپلې کڅوړې مې دریشي راوایسته او وامې غوسته. لوکس ښکارېدم، له کړکۍ مې ټوپ کړل، کوڅې ته راووتم او یو موټر ته مې لاس پورته کړ تر ښاره يې راورسولم. دغسې آسانه کار و.”

خو په انګلستان کې د سپایرز ملګری، جان مک سورلي، چې ده ته يې کریټ جوړ کړی و او هوايي ډګر ته يې رسولی و، د خپل ملګري د برخلیک په اړه ډېر اندېښمن و.

سپایرز د اډیلیډ په ښار کې خپلې کورنۍ ته رسېدلی و خو بې پراويي يې کړې وه او جان مک سورلي ته يې خبر نه ورکړی چې دې روغ رمټ کور ته رسېدلی.

جان مک سورلي هم د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مطبوعاتو سره اړیکي نیولې وې، له دې امله سپایرز ډېر ژر په خپلې سیمې کې مشهوره شو.

هغه وايي:” له یو نامتو استرالیايي سیاستوال څخه ورته یو تیلګرام رسېدلی و چې پکې لیکل شوي و” د یوه ریښتیني استرالیايي زړورتوب- او دا دي پنځه پونډه. زه بریالی کیږم. د خوښۍ خبره ده.”

په پای کې د الوتکوشرکت له هغه نه د کرايې پیسې ونه غوښتې. خو سپایرز وايي دده د ماجرا ډک سفر په اړه د رسنیو د ريپوټونو له امله حیران و.

“هېڅکله مې داسې شی نه ولیدلی. مور مې ډیره وېرېدلې وه، رسنیو ټول سړک بند کړی و. څو هفتې يې دوام وکړ. د حیرانتیا وړ وه.”

سپایرز د خپلې لور د زیږیدنې کلیزې لمانځلو ته په وخت ورسېد خو ورته آسانه نه وه چې خپله مېرمن قانع کړي چې دده کیسه ریښتیا وه.

سپایرز د خپلې مېرمن په اړه وايي: “هغې زما په خبره باور نه کاوه. خو د ډېرفکر نه وروسته يې وویل ښايي دا کار به يې کړی وي، که نه نو څرنګه دلته راتلای شو؟ بالاخره هغه قانع شوه.”

د هوايی شرکتونو کارپوهان وايي په اوسني وخت کې به دغسې یو کار هېڅ امکان ونلري. که څه هم د الوتکې د باروړلو برخې کې معمولاً د هوا فشار نورماله او د تودوخې درجه هم د کنګل له کچې نه لوړه وي خو ټول بارونه چې الوتکو ته وړل کیږي د امنیتي دلایلو له امله په دقت سره کتل کیږي او که چا هلته ځان پټ کړی وي موندل کیږي.

وروسته څه پېښ شول؟

  • پر ریګ سپایرز باندې تور ولګېد چې کوکایین يې قاچاق کول، او په ۱۹۸۱ کال کې له اډیلیډ څخه ورک شو
  • په ۱۹۸۴ کې په سریلانکا کې ونیول شو او د مخدره توکو د قاچاق په جرم د مرګ په سزا محکوم شو
  • د اعدام د حکم پر خلاف يې په بریالۍ توګه مرافعه وغوښته، له مرګه وژغورل شو او په استرالیا کې يې پنځه کاله په بند کې تېر کړل