عراقي ځواکونو د تکریت لویه برخه نیولې

د انځور حقوق AFP Getty

عراقي چارواکي وايي د دغه هېواد ځواکونو د تکریت شمال ختیځ سیمو پراخه برخه له اسلامي دولت نومې ډله نیولې ده.

د دغو چارواکو په وینا عراقي ځواکونو چې شیعه ملیشه ډلې ورسره هم ملې دي د خپل هېواد بېرغ په قادسیه کې پر یوه پوځي روغتون پورته کړی دی. دا د تکریت تر ټولو ستره سیمه ګڼل کېږي.

د امریکا یوه لوړپوړي جنرال ویلی په دې کې هیڅ شک نه شته چې عراقي ځواکونه به داعش له تکریته وباسي.

عراقي چارواکي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار درې برخې نیولي خو سویل او لویديځ غاړو ته په پرمختګ کې پاتې راغلي دي.

داسې رپوټونه ورکړل شوي چې اسلامي دولت نومې ډله د عراقي ځواکونو مخنیوي په موخه په ټول ښار کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي.

تکریت چې له پلازمینې بغداد نه ۱۴۰ کلیو متره لرې له ژمې راهیسې د داعش په ولکه کې دی.

د تکریت د بېرته نیولو عملیات یوه اوونۍ وړاندې پیل شوي دي او دا د داعش پر ضد د دولت تر ټول سترعملیات دي.

تر اوسه د داعش اورپکي د عراق د موصل ښار په ګډون چې د دغه هېواد دویم ستر ښار دی، د سوریې او عراق پراخې سیمې تر ولکې لاندې لري.

تېره سې شنبه چارواکو ویل داعش ډلې یو پول ویجاړ کړی چې د حکومتي ځواکونو مخه ډب کړی.

امریکايي پوځي چارواکي وايي د موصل بېرته نیولو عملیات ښايي په اپریل یا می کې پیل شي چې په کې به ۲۵ زره عراقي ځواکونه وي. خو وايي که عراقي ځواکونه چمتو نه وو ښايي وځنډول شي.

ویل کېږي ایران په دې عملیاتو کې د سلا مشورې او په وسلو سمبالولو په بڼه ونډه لري.

تېره اوونۍ د امریکا د پوځ د لویو د ستریزانو د ګډې جرګګۍ مشر جنرال مارتین ډمپسي ویلي وو چې د عراق شیعه پوځیانو سره د ایران د پوځ مرسته کومه نوې خبره نه ده خو د تېر په پرتله د تکریت په عملیاتو کې ډېره روښانه ده.

د امریکايي چارواکو په وینا کې د ایران شته والی په فرقه ییز کړکېچ بدل نه شي د دوی په نظر مثبت ګام دی.

ورته مطالب