کریم جوړوونکی چینایی شرکت ۱ میلیون ډالر جریمه شو

د انځور حقوق BBC World Service

چین په شینګهای کې د "کریسټ" په نامه د غاښونو کریم جوړوونکی "پروکټر اېنډ ګمبل" شرکت د تېر ایستونکي اعلان له کبله نژدې یو میلیون ډالر جریمه کړی دی.

چارواکو ویلي، دغه شرکت د غاښونو د کریم په اړه په یوه تلویزیوني اعلان کې تر حده ډېره مبالغه کړې ده.

دغه پروګرام د ټایوان بحثونو په یوه پروګرام کې خپور شوی دی.

ویل کېږي، په سوداګریز اعلان کې غاښونه تر حد ډېر او په ډیجیټل ډول ډېر سپین ښودل شوي دي.

د چین رسنیو ویلي، دا پخپل ډول کې تر ټولو ډېره جریمه ده.

د غاښونو د کریمو بازار

"کریسټ" پخپله کوچنۍ وېبپاڼه کې په چینايي ژبه لیکلي، د ۲۰۱۴ کال له نیمايي راهیسې د چین په رسنیو کې دغه اعلان بند شوی.

دغه شرکت وايي، ټول تولیدات یې په چین کې په بشپړه توګه تر څارنې او ازموینې لاندې دي، چې بازار ته له وړاندې کولو مخکې باید د هېواد له قوانینو سره یوشان وي.

د غاښونو د کریمو بازار کې "کریسټ" کریم ډېر ژر په چین کې، چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد لري، وده وکړه.

د انځور حقوق AP
Image caption د ''کریسټ'' په نامه د غاښونو کریم د چینايي "پروکټر اېنډ ګمبل" شرکت له خوا تولیدېږي

چینايي چارواکو د سوداګریزو نښو لرونکو هغو بهرنیو شرکتونو پروړاندې خپل اجرآت سخت کړي دي، چې د مشتریانو د تېر ایستلو شک ورباندې کېږي.

د مکډونالډز، اپل او فرانسوي پرچون خرڅوونکي کارفور شرکت په ګډون نړیوالو شرکتونو له خپلو چینايي مشتریانو په تېر کې د ورته کړنو په اړه بښنه غوښتې ده.