د پاکستان لاهور کې دوو ځانمرګو بریدونو ۱۴ کسان وژلي

Image caption وژل شویو کسانو کې دوه پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور کي چارواکي وايي يوې کليسا ته نږدې دوو ځانمرګو بريدونو لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او له ۵۰ زیات ژوبل کړي دي.

خو روغتيايي چارواکي وايي د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او شاوخوا ۷۸ ژوبل شوي دي.

زموږ همکار طاهر خان په خپل رپوټ کې لیکي د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې د بريدونو پړه په غاړه اخیستې ده.

چاودنې داسې وخت شوې چې عیسویان د يکشنبې ورځې د عبادت لپاره په کليسا کې راغوڼد شوي وو.

عيني شاهدانو ويلي يو بريد کونکی يې په داسې حال کې ليدلی و چې کليسا ته يې د ننوتو هڅه کوله خو د يوه محافظ له خوا د درولو پر وخت يې ځان والوزوو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودنې داسې وخت شوې چې عیسویان د يکشنبې د عبادت لپاره په کليسا کې راغوڼد شوي وو.

وژل شویو کسانو کې دوه پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

د کيتولېک کليسا پادري خبريالانو ته وويل دواړو بريد کونکو له مرکزي دروازې کليسا ته د ننوتو هڅه وکړه خو کله چې یې ساتندویان مخې ته راغلل دوی ډزې پیل کړې.

قهرجنو عیسویانو د کليسا نه بهر دوه شکمن کسان ونيول او دواړه يي په وهلو ټکولو ووژل او ورسته يي د هغوی مړي وسوځول.

دا لا مالومه نه ده چې دغه وژل شوي کسان څوک وو.

د انځور حقوق BBC World Service

عیسویانو د بریدونو پر ضد احتجاج وکړ او د حکومتي ګاډو په ګډون یې د عامو خلکو ګاډو ته هم زيان ورسوو.

احتجاج کونکو د څه وخت لپاره يو څو پوليس هم يرغمل نيولي وو چي ورسته يي د لوړپوړو پوليس افسرانو په مداخله خوشې کړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عیسویانو د بریدونو پر ضد احتجاج وکړ او د حکومتي ګاډو په ګډون یې د عامو خلکو ګاډو ته هم زيان ورسوو.

د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلي وياند احسان الله احسان د بريدونو پړه پر غاړه اخيستو سره ويل چي د پنجاب ايالت مرکز ته رسيدلي او په وینا یې دا "حکومت ته ننګونه او خبرداری دی".

هغه رسنيو ته د تیلیفون په کرښه وويل د جماعت الاحرار "عافيه صديقي په نامه د ځان مرګي بريد کونکو يوې ډلې دا بريدونه کړي دي. "

لومړي وزير نواز شريف، سياسي او مذهبي مشرانو په کليسا بريدونه په کلکه غندلي او دا يي د اسلام پر ضد ګام بللی دی.

ورته مطالب