عربستان کې د امریکا کونسلګري لنډ مهال لپاره 'وتړل' شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼې کې کوم ځانګړي ګواښ ته اشاره نه ده شوې

په عربستان کې د امریکا سفارت د کونسلګري خدمات د دوو ورځو لپاره وځنډول شول او لامل یې امنیتي ګواښونه ښودل شوي.

د امریکا د سفارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې کونسلګري خدمات به په ریاض، جده، او ظهران ښارونو کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ بند وي.

همدارنګه د امریکا سفارت په عربستان کې میشتو امریکايي وګړو څخه غوښتي، چې د تګ را تګ په وخت کې له ډېر احتیاطه کار واخلي او په عامو ځایونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.

د امریکا د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼې کې کوم ځانګړي ګواښ ته اشاره نه ده شوې.

د امریکا فاکس نیوز تلویزیون د یوې امنیتي سرچینې پر بنسټ خبر ورکړی، چې ګواښ جدي دی او په دې دوو ورځو کې به یوازې ډېر مهم کارکوونکي د امریکا په دیپلماتیکو ودانیو کې وي.

د سعودي عربستان نفتي تاسیساتو کې لویدیځ کارکوونکو ته د جمعې په ورځ د امریکا سفارت خبر ورکړی و، چې کېدای شي ' ترهګریز برید یا د اورپکو له خوا د سړي تښتونې' پېښې سره مخامخ شي.

ورته مطالب