واتیکان:که سیاسي حل نه وي، زور ته اړتیا ده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مخکې له دې واتیکان په دې اړه له زوره د کار اخیستلو مخالف و

واتیکان ویلي، که په منځني ختیځ کې د عیسویانو او نورو لږکیو پر وړاندې د اسلامي دولت بریدونو د مخنیوي لپاره سیاسي حل لاره ونه موندله شي، نو له زوره باید کار واخیستل شي.

په جنیوا کې د واتیکان سفارتي غړی سلوانو توماسي وايي، چې اسلامي دولت ډله ییزه وژنه کوي او دا باید ودرولی شي.

خو مخکې له دې واتیکان په دې اړه له زوره د کار اخیستلو مخالف و.

اسلامي دولت په عراق او سوریه کې تر واک لاندې سیمو کې لږکیو په وژنې لاس پورې کړی د دغو سیمو زرګونه کسان کډه کولو ته اړایستل شوي دي.

توماسي د امریکا کاتولیکانو ویب پاڼه ،کرکس، سره په خبرو کې ویلي:"اوس یوه پیاوړي یوالي ته اړتیا شته چې د سیاسي حل لپاره هره ممکنه لاه وڅاري خو که چېرې دا ممکن نه وه نو بیا د زور نه کار اخیستل اړین دي".

ارچ بشپ زیاته کړه:" د اسلامي دولت له خوا د ډله ییزې وژنې مخنیوی اړین دی که نه بیا به په راتلونکې کې افسوس کوو چې موږ یې ولې مخنیوی ونه کړ او ولی مو اجازه ورکړه چې دا هر څه را منځ ته شي".

ورته مطالب