د تکریت جګړه کې د صدام حسین قبر هم ویجاړ شو

د انځور حقوق AP

د عراق تکریت ته څېرمه د عراقي ځواکونو او "اسلامي دولت" ترمنځ جګړه کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین قبر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس یوه وېډیو خپره کړې ده، چې "العوجه" سیمه کې د صدام حسین د قبر پر پاتې شویو ستنو د قبر چت یوڅه ولاړ ښکاري.

عراقي ځواکونه د ایران ملاتړو شیعه ملېشو په همکارۍ د تکریت شاوخوا له "اسلامي دولت" ډلې سره جنګېږي.

تېر کال، د سیمې سني عرب اوسېدونکو ویلي وو، د صدام حسین مړی یې یوه نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

د انځور حقوق v
Image caption د تکریت جنوب کې په وېډیو کې د صدام حسین د قبر کنډواله لیدل کېږي.
د انځور حقوق AP
Image caption عراقي ځواکونه د ایران ملاتړو شیعه ملېشو په همکارۍ د تکریت شاوخوا له "اسلامي دولت" ډلې سره جنګېږي.

د قبر څېرمه او تکریت شمال او لوېدیځ کې سخته جګړه دوام لري، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې عراقي ځواکونو ژمنه کړې وه، چې ژر به د تکریت ښار ته ننوځي.

د تکریت جنوب کې په وېډیو کې د صدام حسین د قبر کنډواله لیدل کېږي.

د قبر پر دېوال د صدام حسین لوی انځور د شیعه ملیېشو له خوا لیرې کړل شوی او پر ځای یې د ملېشو د مشرانو انځورونه نښلول شوي دي.

په دغو انځورونو کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني انځور هم دی، چې ویل کېږي، شیعه ملېشو ته مشورې ورکوي.

اسوشېټېډ پرېس وايي، خبریالانو یې د عراقي پوځ په ملګرتیا دغه انځورونه اخیستي، خو لاهم هلته د جګړې د ژوندۍ بڼې پر انځورونو او وېډیوګانو ثبتولو بندیز دی.

د انځور حقوق AP
Image caption په تېر اګست کې "اسلامي دولت" ډلې اعلان وکړ چې د صدام حسین قبر یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی، خو د سیمې چارواکو دا خبر رد کړی او وویل چې هرڅه یې لوټل شوي او لږ زیان قبر ته هم اوښتی دی.

د یاسر نعمت په نامه د ملېشو یوه قومندان ویلي: "دا یوه داسې سیمه ده چې د "اسلامي دولت" ډلې ګڼ جنګیالي پکې راغونډ شوي وو، ځکه چې د صدام حسین قبر دلته دی".

دی زیاتوي: "داعش موږ ته کمین نیولی و، او ماینونه یې په سیمه کې خښ کړي وو".

د انځور حقوق Getty
Image caption عراقي مخکې صدام حسین د شیعه ګانو او کردانو په ټولوژنې تورنه او بشرضد جرمونو تورن کړ، همدا وو چې په ۲۰۰۶ کال یې د اعدام رسۍ په غاړه کې واچول شوه، او تر ۲۰۰۷ پورې پخپل قبر کې پاتې شو.

په تېر اګست کې "اسلامي دولت" ډلې اعلان وکړ چې د صدام حسین قبر یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی، خو د سیمې چارواکو دا خبر رد کړی او وویل چې هرڅه یې لوټل شوي او لږ زیان قبر ته هم اوښتی دی.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال صدام حسین او د هغه پلرنی ټاټوبی تکریت ښار ونیو.

عراقي محکمې مخکې صدام حسین د شیعه ګانو او کردانو په ټولوژنې او بشرضد جرمونو تورن کړی و، همدا وو چې په ۲۰۰۶ کال یې د اعدام رسۍ په غاړه کې واچول شوه، او تر ۲۰۰۷ پورې پخپل قبر کې پاتې شو.

عراقي رسنیو ویلي، تېر کال د صدام ملاتړو د هغه د مړي پاتې شوې برخې د جګړې له وېرې له هغه ځایه ولېږدولې او نامعلوم ځای ته یې یووړې.

د "اسلامي دولت" جنګیالي په تېر جولای کې هلته ننوتل. داسې انګیرنه ده چې ګني هلته سلګونه وسله وال بند پاتې دي.

د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې شاوخوا ۳۰۰۰ عراقي پوځیان او ۲۰ زره شیعه ملېشې برخه لري، خو ویل کېږي چې لږ سني قبایلي جنګیالي هم ورسره ملګري دي.

عراقي چارواکو تکریت ښار بېرته نیول د عراق د نورو سیمو د نیولو لپاره مهم ستراتیژيک ښار ګڼلی دی.

دوی وايي، که تکریت په بشپړ ډول د "اسلامي دولت" له لاسونو وباسي، نو د عراق دویم لوی ښار موصل هم بېرته نیولی شي.

"اسلامي دولت" ډله د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده.

د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب