"داعش ګوانتانامو ته ورته زندان جوړ کړی"

د انځور حقوق
Image caption یاد اسپانوی خبریال وايي، څو میاشتې د حلب شمال "فیلا" کې له ۲۲ نورو اروپايي او امریکايي بندیانو، د لاتینې امریکا له یوې بندي ښځې سره زندان کې و.

د اسپانیا یوه پخواني بندي ویلي، "اسلامي دولت" پخواني (داعش) ډلې په سوریه کې د ګوانتانامو زندان ته ورته یو زندان جوړ کړی، چې د ۱۱ هېوادونو ۲۳ بندیان یې پکې ساتلي، خو اووه یې وژلي دي.

دغه پخواني بندي، دا څرګندونې د اسپانیا "ال موندو" ورځپاڼې ته په مرکه کې کړې دي.

خافییر اسپینوزا چې د تېر ۲۰۱۴ کال مارچ پر ۲۹ د "اسلامي دولت" له بنده خوشی شوی، د لومړي ځل لپاره د یوه روسي بندي سیرګي ګوربونوف د وژلو کیسه کړې ده.

ګوربونوف په ۲۰۱۳ کال کې تری تم شوی و.

یاد اسپانوی خبریال وايي، څو میاشتې د حلب شمال "فیلا" کې له ۲۲ نورو اروپايي او امریکايي بندیانو، د لاتینې امریکا له یوې بندي ښځې سره زندان کې و.

دی وايي، دغه امریکايي ښځه بیا وروسته خوشې شوه، خو ده تر پایه ونه پېژندله.

اسپینوزا وايي "اسلامي دولت" سخت دریځې ډلې په یوه زندان کې بندي شوي خبریالان او د مرستندویو ډلو کارکوونکي بندیان ساتل، دغه زندان کټ مټ کیوبا کې د امریکا ګوانتانامو زندان ته ورته و، چې افغانستان کې نیول شوي سخت دریځي یې پکې ساتل".

یاد خبریال د خپل یوه بندي امریکايي ملګري جیمز فولي – چې د ۲۰۱۲ نومبر کې وتښتول شو او د ۲۰۱۴ اګست کې یې داعش سر غوڅ کړ– له قوله ویلي "دوی دا پروژه له ډېر وخت راهیسې لرله، د ساتونکو مشر شیخ عراقي راته له لومړي سره وویل، دوی لوېدیځ بندیان په یوه داسې زندان کې ساتي، چې کامرې پرې لګول شوې او ګڼ ساتونکي ورباندې ولاړ دي، ده دا هم راته وویل چې موږ به دلته د ډېر وخت لپاره پاتې کېږو، ځکه چې موږ ددوی لومړني جنګیالي بندیان یو".

د بندیانو د وژلو ګواښ

دغه اسپانوی خبریال وايي "له هغه وخت راهیسې چې خوشی شوی یم، ډېرې خبرې نه کوم". خو د هغه عکاس خبریال ریکاردو ګارسیا فیلانوفا او یو بل خبریال مارک مارجینیدس ورته ویلي، د زندان ساتونکو نور بندیان په وژلو ګواښلي دي".

دی وايي "له ۲۳ بندیانو "اسلامي دولت" ۱۵ خوشي کړل او شپږ یې ووژل، خو د "داعش" په وینا، امریکايۍ مېرمن کایلا مولر د امریکا په هوايي برید کې ووژل شوه.

خو لاهم د بریتانوي عکاس جان کوننتلي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه شته، ځکه چې "اسلامي دولت" یې یوه وېډیو خپره کړې وه، چې لاهم ژوندی دی.

روسی بندي خوشی شو

اسپینوزا کیسه کوي چې څرنګه د زندان ساتونکو دوی اړ کړل چې د ۲۰۱۳ اکتوبر کې د تښتول شوي روسي بندي انجنیر نیکولاویچ ګوربونوف د وژل کېدو وېډیو وګوري.

نوموړی وايي، د زندان یوه ساتونکي راته وویل: "شیخ د بندي پر سر یو ډز وکړ... شاید همدا ستاسو برخلیک هم وي، یا مو اړباسو چې هغه خښ کړئ او خپل ځان ته هم قبرونه وکیندئ او د هغه ترڅنګ د تل لپاره ویده شئ".

روسیې د ۲۰۱۳ اکتوبر کې وویل، دوی پر یوټیوب د هغې وېډیو د ریښتینولۍ په اړه څېړنه کوي، چې ظاهراً ګوربونوف پکې له مرګ څو ورځې مخکې ویلي وو: "که چېرې په څو ورځو کې د بندیانو تبادلې ته غاړه کښې نه ږدئ، ما به ووژني".

ورته مطالب