''له ایران سره هوکړه سیمه کې د اتومي سیالۍ اور بلوي''

شهزاده ترکي الفیصل د انځور حقوق AP
Image caption شهزاده ترکي الفیصل

د سعودي عربستان واکمنې شاهي کورنۍ یوه غړي خبرداری ورکړی، چې له ایران سره د اتومي پروګرام پرسر هوکړه په سیمه کې د نورو هېوادونو د اتومي سونتونکو پراختیا پیلولو لامل ګرځي.

شهزاده ترکي الفیصل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، سعودي عربستان او نور هېوادونه هڅه کوي چې په دې وضعیت کې خپل حق ترلاسه کړي.

دا مهال لوېدیځ قوتونه له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر خبرو بوخت دي. په دغو هېوادونو کې جرمني، او د امنیت شورا پنځه نور دایمي غړي هېوادونه (امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین) هم دي.

دغه هېوادونه چې د (۱+۵) په نامه هم یادېږي، پر دې اند دي، چې ایران ته د اتومي پروګرامونو فعالیتونه نور بس دي، او که دوام ورکړي په دې معنا به وي چې ایران اتومي وسلې جوړوي.

خو ګوتنیوونکي بیا وايي، تهران باید خپل اتومي پروګرام پای ته ورسوي، ځکه چې دا مهال د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د سیمې په کچه د وسلو د سیالۍ نښې لیدل کېږي.

شهزاده ترکي، چې د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر و، ویلي "تل مې ویلي، که ددغو خبرو پایله هر ډول وي، موږ هم هماغه شان څه غواړو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایران وايي، اتومي هڅې یې د سوله ییزو موخو لپاره دي

دی زیاتوي: "نو، که ایران په هره کچه د یورانیمو بډایه کولو توان لري، سعودي به یوازېنی هېواد نه وي چې دا توان ولري".

"لانجمن لوبغاړی "

تېره اونۍ، سعودي عربستان له سوېلي کوریا سره د اتومي هکاریو یو تړون لاسلیک کړ، چې سعودي کې د دوو اتومي بټیو ممکنه جوړول هم پکې راغلي وو.

ریاض له چین، فرانسې او ارجنټاین سره هم د اتومي همکاریو تړونونه کړي، خو په راتلونکو شلو کلونو کې د ۱۶ نورو اتومي بټیو جوړولو هوډ هم لري.

د روانې میاشتې لومړیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ریاض ته تللی و، چې سعودي او د خلیج نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړي، چې امریکا هېڅ داسې تړون نه مني، چې ایران د اتومي وسلو له لرلو راونه ګرځوي.

هغه مهال سعودي چارواکو وویل، ایران د خلیج په شخړمنو سیمو کې د شیعه وسله والو ډلو مالي او د وسلو ملاتړ کوي، چې دا کار د ایران د اتومي پروګرام په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنه لاپسې ډېروي.

شهزاده ترکي وايي: "ایران عملاً د نړۍ په ګڼو لانجمنو قضیو کې لانجمن لوبغاړی دی، یمن، سوریې، عراق، فلسطین او بحرین ته هم د ایران لاسونه غځېدلي دي".

نوموړی وايي "د ډله ییزو وژنو د وسلو د پراختیا درول له ایران سره زموږ د ستونزو حل نه دی".

سعودي عربستان تر ډېره له دې کبله له ایران نه خار خوري، چې تهران په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" (داعش) پرضد په پراخه کچه د شیعه ملېشو ملاتړ کوي.

د ایران ملاتړ وروسته تر هغه په ډاګه شو، چې د تکریت ښار بېرته نیولو لپاره جګړه سخته شوه، او د ایران د انقلابي ګارد یو جنرال قاسم سلیماني د شیعه ملېشو د ملاتړ ډاګیزه خبره وکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایران او شپږ نړیوال قوتونه هڅه کوي، چې مارچ کې د ایران اتومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د جون تر ۳۰ یې اعلان کړي

شهزاده ترکي وايي "ښکاري چې اوس ایران د عراق نیواک پراخه کړی، او دا زموږ لپاره د منلو وړ نه دی".

امریکایان هڅه کوي چې یو دقیق انډول وساتي، خو دا مني که څه هم ایران په همغږۍ سره په ګډه کار نه کوي، خو دواړه هېوادونه د "اسلامي دولت" پروړاندې ګډه قضیه لري".

وړاندې د امریکا د ګډو ځواکونو قومندان جنرال مارټین ډیمپسي ویلي وو، د ایران په همکارۍ د تکریت عملیات "مثبت اغېز" لري، خو په دې شرط چې توکمیزه اور بلونه پیل نه کړي.

ورته مطالب