د اوو هېوادونو نوې پلازمېنې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هوفویت بواني د عاج ساحل پلازمېنه له ابدیجان ولېږدوله

مصر هم د هغو هېوادونو په کتار کې راغی، چې د خپلې اداري پلازمېنې بدلولو لړۍ یې پیل کړې ده. مصري حکومت هوډ کړی چې خپله نوې اداري پلازمېنه به د قاهرې څېرمه یوه سیمه کې جوړه کړي.

هغو هېوادونو چې خپلې پلازمېنې یې بدلې کړې دي:

نايجيريا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نایجریا پخوانۍ پلازمېڼه لاګوس ښار و
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نایجریا اوسنۍ پلازمېنه ابوجا

نایجریا له لاګوس نه خپله پلازمېنه په ۱۹۹۱ کال ابوجا ښار ته ولېږدوله، لاګوس د نایجریا تر ټولو ښه اقتصادي ښار و.

ميانمار/برما

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رانګون د میانمار/ برما پلازمېنه وه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د میانمار پلازمېنه نایپي

په میانمار کې په ۲۰۰۵ کال د پوځي واکمنۍ پرمهال پلازمېنه له رانګون ښار نه یوې شاړې سیمې نایپییداو/نایپي ته ولېږدول شوه.

نوې پلازمېنه د هېواد یو ستراتیژیک ځای وګرځېد، خو ځینې وګړي وايي، پوځ دا کار ځکه وکړ چې یوه ستورپېژندونکي خبرداری ورکړی و، چې په زړه پلازمېنه بهرنی پوځي یرغل په اسانۍ سره ترسره کېدای شي.

روسيه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روسیې پخوانۍ پلازمېنه سانت پیټرز برګ
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مسکو - د روسیې اوسنۍ پلازمېنه

روسیې له سانت پیټرزبرګ ښار نه مسکو ته پلازمېنه لېږدولې. سانت پیټرزبرګ ښار په ۱۷۳۰ کال د لوی بطرس (پیټرز) په لاس جوړ شوی، چې له ۱۷۱۲ کال نه تر ۱۹۱۸ پورې د روسیې پلازمېنه و.

برازيل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ساو پاولو
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برازیلیا

برازیل په هېواد کې خپله پلازمېنه له تېرې پنځوسمې لسیزې راهیسې ریو دیجنیرو ته ولېږدوله. ځینې ودانۍ یې په ۱۹۶۰ کال انجینر اوسکار نیمییر پلان کړې.

قزاقستان

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د قزاقستان پخوانۍ پلازمېنه، الماتا
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نوې پلازمېنه - استانه

استانه د نړۍ یوه له هغو پلازمېنو ده، چې ډېر کلونه یې په جوړېدو نه دي وتلي، استانه په ۱۹۹۷ کال د قزاقستان پلازمېنه شوه، مخکې الماتا پلازمېنه وه، چې ددغه هېواد تر ټولو لوی او اقتصادي ښار ګڼل کېده.

تنزانيا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بهرني سفارتونه لاهم پخوانۍ پلازمېنه دار السلام کې دي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پارلماني ناستې په دودوما کې کېږي، خو ځینې وزارتونه لاهم دار السلام کې دي

تنزانیا هم د خپلې نوې پلازمېنې لپاره دودوما ښار په تېره اتیایمه لسیزه کې غوره کړ، ددغه ښار نقشه د امریکايي ودانیز انجینر جیمز روسنت په لاس جوړه شوې وه.

خو نوې پلازمېنې ته لېږدېدل هسې نه وو لکه څرنګه یې چې اټکل کېده، ځکه چې پارلمان په دودوما کې خپلې ناستې جوړوي، خو زیاتره وزیران او سفارتونه پخوانۍ پلازمېنه (دارالسلام) کې پاتې دي.

د عاج ساحل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ابيدجان
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پلازمېنه یاموسوکري او د مشر هوفیت بونیيي کورنی ټاټوبی

ابیجان د عاج ساحل لوی اقتصادي ښار دی، خو د خپلواکۍ مشر فیلیکس هوفریت بواني په تېره شپېتمه لسیزه کې د پلازمېنې د لېږدولو پرېکړه وکړه، هغه خپل پلرني ښار یاموسوکرو ته په ۱۹۸۳ کال پلازمېڼه ولېږدوله.