اسرائیل پارلماني ټاکنې کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption بنیامین نتنیاهو (ښي اړخ ته) د کارګر ګوند مشر اسحق هرتزوګ له سختې سیالۍ سره مخامخ دی

په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچوونکو رای اچول پیل کړي دي.

لومړنی وزیر بنیامین نتنیاهو د منځلاري کیڼ اړخي ګوند له نوماند اسحق هرتزوګ سره سیالي کوي.

هرتزوګ ویلي، که بریالی شي، له فلسطینیانو او نړیوالې ټولنې سره به اړیکي ښه کړي، خو نتنیاهو ویلي، که بیا واک ته ورسېږي، فلسطیني اداره به ''له منځه یوسي''.

رای اچونه پر ځايي وخت د ګهیځ اوه بجې پیل شوې چې د ماخوستن تر لسو بجو به دوام وکړي.

که څه هم د رای اچونې د مرکزونو له تړل کېدا لږ وروسته لومړنۍ پایلې اعلانېږي، خو د وروستیو پایلو اعلان لپاره یوڅه وخت پکار دی.

لومړنۍ نظرپوښتنې ښيي، چې چې صهیونیستي اتلاف، چې اسحق یې کاندید دی، شاید ډېرې څوکۍ وګټي.

خو نتنیاهو به د ایتلافي حکومت جوړېدو غوښتنه مخې ته کړي، او که چېرې یې ''لیکود'' ګوند پاتې هم شي، نو د دویم ځلي ټاکنو لپاره به ځان چمتو کړي.

د اسرائیلو په تاریخ کې هېڅ کوم ګوند په غوڅ اکثریت په ټاکنو کې نه دی بریالی شوی، په دې معنا چې پارلمان د ایتلاف له لوري اداره شوی.

په ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ډېره پر نړیوالو قضیو پام ورټول و، اسرائیل به له امریکا سره څرنګه اړیکي وپالي، او آن د ایران له اتومي پروګرام او راټوکېدلو اندېښنو سره به څه ډول چلند کوي.

خو ګڼ رای اچوونکو اسرائیلو کې د ننه اقتصادي او ټولنیزې ستونزې خپل لومړیتوب ټاکلی، ځکه چې د استوګنې لوړې کرایې او د مخ پر ځوړ اقتصادي ودې قضیو اسرائیلي وګړي اندېښمن کړي دي.

د قدس ښار راتلونکی هم هغه قضیه ده، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډېر پام ورته شوی.

ننتیاهو پر خپل ټاکنیز سیال تور پورې کړی، چې القدس کې د اسرائیلو له غوښتنو تېرېدو او له فلسطینیانو سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی نیسي.

د ټاکنو پر ماښام، نتنیاهو له لوېدیځ قدس او خپل پلرني یهودي ټاټوبي هارحوما څخه خپلو پلویانو ته وویل، همدی ''د ښار د خوندي کولو لپاره وړ کس دی''.

نوموړي خبرداری ورکړی، که چېرې بیا واک ته ورسېږي، فلسطینیان به د یوه دولت جوړېدو ته پرېنږدي.

نوموړي له فلسطینیانو غوښتي، چې ختیځ قدس – چې اسرائیلو له ۱۹۷۶ کال راهیسې لاندې کړی – د راتلونکي دولت پلازمېنه شي.

د انځور حقوق v

خو اسحق هرتزوګ بیا نتنیاهو ''وېرېدلی'' بللی دی.

د تېرې یکشنبې په ورځ د قدس حرم کتنې پرمهال، هرتزوګ وویل: ''د هر بل مشر پرتله به دی د قدس او مېشتو وګړو ډېر ملاتړ وکړي. نه یوازې په خبرو کې، بلکې په عمل کې هم''.

د انځور حقوق Getty
Image caption د اسرائیلو په تاریخ کې هېڅ کوم ګوند په غوڅ اکثریت په ټاکنو کې نه دی بریالی شوی، په دې معنا چې پارلمان د ایتلاف له لوري اداره شوی.

ورته مطالب