د تونس ولسمشر: "په ترهګرو به زړه سوی ونه کړو"

د انځور حقوق AP
Image caption د هغه موزیم مخې ته د وژل شویو په یاد شمونه بل شوي، چې تېره ورځ پرې خونړی برید وشو

د تونس ولسمشر باجي قاید السبسي ویلي، هېواد به یې "له ترهګرو سره مبارزه کې زړه سوی ونه کړي".

نوموړي دا څرګندونې تونسي پارلمان ته څېرمه پر مشهور "باردو" موزیم تر هغه خونړي برید وروسته کړې چې د ۱۷ بهرنیو سیلانیانو په ګډون لږترلږه ۱۹ کسان پکې ووژل شول.

تونسي چارواکي وايي، په ۱۷ وژل شویو سیلانیانو کې جاپانیان، ایټالویان، کولمبیایان، استرالیایان، فرانسویان، پولنډیان او اسپانویان وو.

په برید کې دوه تونسي وګړي هم وژل شوي، چې یو یې د پولیسو افسر دی.

امنیتي ځواکونو دوه برید کوونکي وژلي، او د نورو په لټه کې دي.

چارواکي وايي، پهبرید کې تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د تونس واټونو کې د دغه برید پرضد مظاهرې شوې، او د موزیم مخې ته یې د وژل شویو په یاد کې شمونه بل کړي دي.

تونسي ولسمشر ویلي هېواد به یې "د ترهګرۍ پرضد جګړه پیل کړي"، چې په وینا یې "دغه وحشي لږکي موږ نه شي ترهولی".

پر ملي تلویزیون نوموړي ویلي "تر پایه به له دوی سره زړه سوی ونه کړو، دیموکراسي به بریالۍ کېږي او دوام به مومي".

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

د تونس سمندرغاړو ساتېري ځایونو ته ګڼ اروپايي سیلانیان ورځي.

په ۲۰۰۲ کې د ۱۱ جرمني سیلانیانو په ګډون لږترلږه ۱۹ کسان د تونس په یوه ساتېري ځای کې پر یوه یهودي معبد برید کې وژل شوي وو.

هغه مهال د برید پړه القاعدې شبکې پرغاړه اخیستې وه.

په وروستیو میاشتو د تونس ګاونډ کې د لیبیا څپ څپانده وضعیت له کبله تونس کې هم امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی.

ګڼ تونسي جنګیالي د عراق او سوریې جګړو ته تللي دي.

ځايي رادیو راپور ورکړی چې بریتانوي، ایټالوي او اسپانوي تبع یرغمل شوي وو.

د ډزو پېښه د بردو په نامه موزیم کې رامنځ ته شوه. دغه میوزیم د تونس د پارلمان ودانۍ سره نږدې موقعیت لري.

د انځور حقوق AP
Image caption تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

د برید پر مهال پارلمان کې مرستیالانو د ترهګرۍ ضد قانون په اړه خبرې کولې. له پارلمانه اوس ټول خلک ایستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند محمد علی عروي خبریالانو ته وویل: "د بردو پر موزیم ترهګریز برید شوی دی".

د انځور حقوق Reuters

نوموړي وویل برید "دوو یا ډېرو ترهګرو چې پر کلاشنکوفونو سمبال وو کړی دی".

ښاغلي عروي وویل ډېری سیالانیان له میوزیمه ایستل شوي وو خو باور و چې ځینې لا هم دننه دي او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه میوزیم ته دننه شوي دي.

د انځور حقوق AP

د دغه هېواد د پارلمان یوه غړي د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل د ډزو له اورېدو وروسته د پارلمان کار وځنډول شو او مرستیالان د ودانۍ تالار کې راغونډ شول.

دغه میوزیم چې د خپلو لرغونو توکو لپاره شهرت لري، په تونس کې د سیالانیانو لپاره مهم ځای دی.

په داسې حال کې چې د ګاونډي هېواد لیبیا حالت په زیاتېدونکې ډول بې ثباته شوی، په تونس کې هم د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Image caption د ډزو پېښه د بردو په نامه میوزیم کې رامنځ ته شوه. دغه میوزیم د تونس د پارلمان ودانۍ سره نږدې موقعیت لري.

یو لوی شمېر تونسیان سوریې او عراق ته د جګړې لپاره هم تللي دي او داسې وېره یې پیدا کړې چې ستنېدونکي اورپکي ښايي په خپل هېواد کې بریدونه ترسره کړي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق BBC World Service

باردو ملي موزیم

  • د تونس تر ټولو لوی او ملي موزیم دی، چې ۱۵ پېړۍ کې جوړ شوی
  • په موزیم کې شاوخوا ۸۰۰۰ لرغوني توکي دي، چې د نړۍ په کچه د روم لرغونتونکو تر ټولو لویه ټولګه پکې اېښې ده
  • ځینې لرغونتوکي تر ۴۰۰۰۰ کلونو ډېر قدامت لري
  • د موزیم یوه نوې څانګه په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه، چې موزیم ورسره دوه برابره لوی شو

ورته مطالب