پخواني امریکايي پوځي له "ترهګرۍ" سره د تړاو تورونه رد کړل

د انځور حقوق
Image caption ۴۷ کلن ویبسټر له نیول کېدا وړاندې په منځني ختيځ کې یو کال اوسېدلی او همالته یې دنده لرله.

د امریکا هوايي ځواک یوه پخواني پوځي له "اسلامي دولت" سره پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي. نوموړي نیویارک کې د محاکمې پرمهال پر هغه لګېدلي تورونه "دروغ" وبلل.

وړادنې، امریکا تایراډ نیتان وبسټرپیو له "اسلامي دولت" ډلې سره په مالي ملاتړ تورن کړی و. امریکا وايي تورن د ترکیې له لارې سوریې ته د تګ هڅه کړې ده.

داسې انګیرنې دي، چې د نیوجرسي ایالت اوسېدونکی تایراډ نیتان وبسټرپیو سوریې ته له "اسلامي دولت" سره د یوځای کېدو د سفر هوډ کړی دی.

۴۷ کلن ویبسټر له نیول کېدا وړاندې په منځني ختيځ کې یو کال اوسېدلی او همالته یې دنده لرله.

د هغه د قضايي اسنادو پربنسټ، داسې ګومان دی چې ویبسټر ترکیې ته سفر کړی، چې له هغه ځایه سوریې ته واوړي، خو ترکي چارواکو وېزه نه ده ورکړې.

څارنوالان وايي، ویبسټر یو امریکایی وګړی دی، چې د امریکا متحدو ایالتونو کې زیږېدلی.

ویبسټر د الوتنې په الکترونیکي انجینرۍ او میخانیک کې تخصص لري، چې د امریکا هوايي ځواک کې یې کار کاوه.

کله یې چې پوځ پرېښود، د امریکا متحدو ایالتونو او منځني ختيځ په ځینو ورته هوايي شرکتونو کې یې دنده مخته وړله.

قضايي اسناد ښيي، ویبسټر د تېرې جنورۍ پر ۱۰ استانبول ته له مصر نه په یوه الوتنه کې تللی و، خو مصر کې یې یو کال تېر کړی.

دوی وايي، کله چې هغه ترکیې ته ورسېد، ترکي چارواکو تحقیقات ترې پیل کړل، او هېواد ته یې له ننوتلو منع کړ.

ویبسټر ترکي چارواکو ته اجازه نه ورکوله، چې د هغه شخصي لپ ټاپ دې وګوري، همدا وو چې په هماغه ورځ یې مصر ته ستون کړ.

کله چې مصر ته ورسېد، مصري چارواکو ونیو او بیا په ډاګه شوه، چې هغه ډېر خصوصي کمپیوټرونه له وېرې خراب کړي وو.

د هغه په ګرځنده تیلیفون کې چارواکو د الوتکو اړوند ګڼ انځورونه او د دهشکې انځورونه موندلي وو.

هغه خپلې مېرمنې ته ویلي، چې ګني "فلسطین ته د جهاد" لپاره چمتووالی نیسي.

کله چې هغه ته وویل شول، امریکا ته به وشړل شي، ویبسټر وویل، د منځني ختیځ کوم بل هېواد ته دې واستول شي، چې په وینا یې "د امریکا متحده ایالتونه تور پوستي مسلمانان نه خوښوي".

امریکايي چارواکو وویل، د نوموړي په لپ ټاپ کې یې د هغه مېرمنې ته داسې پیغامونه موندلي، چې ګني د "اسلامي دولتونو د جوړېدو او دفاع کولو" مینه لري.

دوی وايي، ۱۰۰ داسې انځورونه یې هم موندلي و چې د جهاد دعوت پکې شوی، او د سوریې او ترکیې ترمنځ د ګډې پولې نقشه یې هم پکې تر ګوتو کړې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پیو (ښي اړخ ته) یوازې خپل نوم تکرار کړ او تورونه یې دروغ وبلل

د تېرې جنورۍ پر ۱۵، ویبسټر له مصر نه امریکا ته ستون شو، چې په دویمه ورځ هلته ونیول شو.

د امریکا دغه پخوانی پوځي له ۳۵ کلونو بند سره مخامخېدونکی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د محکمې له ودانۍ بهر ټینګ امنیت نیول شوی و

ورته مطالب