ملګري ملتونه : اېبولا به ژر له منځه ولاړه شي

د انځور حقوق MSF
Image caption ملګري ملتونه وايي په راروان اوړي کې به د اېبولا ناروغي له منځه ولاړه شي

د ملګرو ملتونو د اېبولا څانګه وايي په راتلونکي اګست مياشت کې به په لويديځه افريقا کې اېبولا له منځه ولاړه شي.

د ملګرو ملتونه د اېبولا پر وړاندې مبارزې مشر اسماعيل اولد شېخ احمد منلې چې د اېبولا په کنټرول کې تېروتنې کړې وي.

د اېبولا له خپرېدا يو کال وروسته دغه وايروس له ۱۰۰۰۰ زيات کسان وژلي دي.

د بې پولې ډاکترانو مرستندويه ټولنه وايي "د نړيوال ايتلاف کمزورتيا يوه لويه غميزه رامنځ ته کړه".

دا مرستندويه ټولنه وايي د اېبولا په اړه لومړي خبرداري، نړيوال روغتيايي سازمان او ځايي حکومتونو له پامه غورځولي وو.

د اېبولا وايروس زياتې پېښې په ګيني، لايبريا او سراليون کې رامنځ ته شوې دي.

دملګرو ملتونو د اېبولا مشر بي بي سي ته وويل کله چې دا وايروس لومړی خپور شو "په اړه يې زيات معلومات نه وو او موږ له خپلو تېروتنو درس اخلو"

دی وايي "زه باوري يم چې تر راروان اوړي به اېبولا له منځه ولاړ شي".

د انځور حقوق EPA

لومړی کس په ګيني هېواد کې په دغه ناروغۍ اخته شوی و چې بيا وروسته د ۲۰۱۳ کال ډسمبر کې مړ شو.

د روغتيا نړيوال سازما په وينا تر اوسه اېبولا تر ۱۰۲۵۱ کسان وژلي، چې ۴۲۸۳ يې په لايبريا، ۳۷۱۲ په سرا ليون، ۲۲۴۱ په ګيني او ۸ کسان په نايجريا کې وو.

ويل کېږي په راتلونکې کې به دې ته د ورته پېښو سره د مبارزې لپاره يو ټيم جوړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي دې ته ورته پېښو لپاره به يو ټيم جوړ وي چې په راتلونکي کې د نورو ناروغيو پر وړاندې ښه مبارزه وکړي.

د اېبولا د ناروغانو شمېر په کمېدو دي خو د روغتيا خيريه ټولنه (اېم اېس اېف) وايي تر اوسه بېخي له منځه نه دی تللی.

ورته مطالب