د تونس شپږ پوليس له دندې ګوښه شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د تونس ولسمشر وايي هېواد به يې تر هغو په امن نشي چې په ليبيا کې امن نه وي راغلی

د تونس لومړي وزير د تېرې اوونۍ موزيم بريد په تړاو شپږ پوليس له کاره ګوښه کړي

د اسلامي دولت ډلې ددې بريد پړه پر غاړه اخيستې چې ۲۳ کسان په کې ووژل شول، زياتره يې اروپايي سيلانيان وو.

دريو وسله والو په ميوزيم بريد وکړ چې دوه يې د پوليسو له خوا ووژل شول او درېيم يې په تېښته بريالی شو.

د تونس ولسمشر د تېرې يکشنبې پر ورځ وويل"په يقيني توګه هېڅوک نه دي تښتېدلي.... دا کس نه نشي کولای زيات پټ شي"

په تونس کې دا د ۲۰۱۱ کال پاڅون وروسته تر ټولو لوی بريد دی.

د فرانسې خبري اژانس ته د الصيدی وياند وويل، پوليس او د موزيم مشر له هغو کسانو دي چې له دندې ګوښه شوي.

ويل کېږي بريد کوونکي په ليبيا کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سيمه کې تربيه شوي.

په ويډيو کې دوه وسله وال چې ياسين او هاتم نومېږي د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسلامي دولت ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده

د پاريس مچ (Paris Match) سره په انټرويو کې الباجي قايد السبسي ويلي، "پوليس او استخباراتي ډلې نه وې توانېدلې چې د موزيم امنيت وساتي".

په هر حال، ده زياته کړه "امنيتي ځواکونو په اغېزناک توګه د بريد پر وړاندې مقابله وکړه"

له وژل شويو کسانو شل يې بهرنيان وو چې د بريتانيا، جاپان، فرانسې. ايټاليا او کولمبيا اوسېدونکي وو.

د تونس ولسمشر وايي هېواد به يې تر هغو په امن نشي چې ترڅو يې په همسايه ملک ليبيا کې امن نه وي راغلی.

بي بي سي ته د النهضه ګوند مشر ته راشد غنوشي وويل "اسلامي دولت ډله به ونشي کولای په تونس کې ځان ته ځاي پيدا کړي. خو په ليبيا کې تربيه شوي ځوانان له پولي راوړي او کنټرول کول يې ګران کار دی".