امریکا ته ایران لوی ګواښ دی که داعش؟‌

Image caption ښاغلي برنان دا هم ویلي:ایران پوهېږي که چېرې د لوېدیځ غوښتنې ونه مني، دوی ته به په لوی قیمت تمامې شي

د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر جان برنان ویلي، د امریکا لپاره ایران هم د داعش په څېر خطر دی،‌ خو نوموړی ټینګار لري، چې د ایران دولت کې ځینې برخې غواړي ددغه هېواد ګوښه کېدو ته خاتمه ورکړي.

ښاغلي برنان دا څرګندونې د تېرې یکشنبې په ورځ له فاکس تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي، نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د امریکا لپاره لوی ګواښ دی او که داعش ډله؟ وویل:‌"زما په اند دواړه ګواښونه دي.‌ اوس موږ ته لازمه ده، چې له ایراني دولت سره کار وکړو،‌ او له اتومي وسلو جوړولو یې راوګرځوو،‌ خو په عین حال کې زه د ایران دولت منځ‌ کې د ولسمشر روحاني او نورو په ګډون داسې عناصر وینم،‌ چې د خپل مسؤولیت ښودلو ډېر احساس یې ښودلی دی، او غواړي چې ایران له نړیوالې ټولنې سره بېرته یوځای کړي".

هغه وویل، ‌واشنګټن به پر ایران فشار ته دوام ورکړي، چې له اتومي وسلو جوړولو یې راوګرځوي:‌"موږ هیله من یو چې وکړای شو د ایران اتومي پروګرام ودروو.‌ موږ ایران ته د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په سترګه هم ګورو،‌ دې ته په پام سره چې له ایران سره به هوکړه وشي یا ونه شي، پر ایران به موږ خپل فشار تر هغو جاري وساتو،‌ چې ډاډمن شو نور ایران د سیمې د هېوادونو بې ثباته کولو توان نه لري".

ښاغلي برنان دا هم ویلي:"ایران پوهېږي که چېرې د لوېدیځ غوښتنې ونه مني، دوی ته به په لوی قیمت تمامې شي".

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي دوه ورځې وړاندې ویلي وو، ایران یوازې د اتومي مسائلو په اړه له امریکا سره خبرې کوي، ځکه چې د سیمه ییزو مسائلو په اړه د دواړو هېوادونو موخې په ټکر کې دي.

تېرې تېروتنې

ښاغلي برنان د ایران د اتومي پروګرام د څارنې په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل، له لومړي سره د امریکا استخباراتي سازمانونه په دې اړه له ریښتیني حد نه ډېر ټیټ وو:"فکر کوم موږ په وروستۍ یوه لسیزه کې له رامنځ ته شویو بدلونونو پند اخیستی، نو اوس ښه فرصت او پروګرام باید ولرو ترڅو هغه څه چې دوی یې وايي، ترسره کړي یا نه کړي، ښه ارزونه وکړو".

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي و، له ایران سره د خبرو وروستي پړاو کې'ریښتینی پرمختګ' رامنځ ته شوی،‌ خو لاهم پر ځینو مسائلو اختلاف شته، چې دواړه غاړې پرې هوکړې ته نه دي رسېدلې.

وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو:‌"د نظرونو مشترک ټکی کولی شي وروستۍ هوکړې ته لاره هواره کړي،‌ خو په ځینو برخو کې اختلاف لاهم پاتې دی.‌ زما په اند هوکړه ممکنه ده او هېڅ داسې څه نه شته چې حل او فصل دې نه شي".

د سویس په لوزان ښار کې د ایرا د اتومي پروګرام او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ خبرې د یوې اونۍ لپاره وځنډېدې.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما په دې اړه ویلي وو:‌"خبرې د یوې اونۍ لپاره وځنډېدې، ځکه چې ایران کې د نوي کال (نوروز) رخصتۍ دي او دغه ځنډ زموږ دا ډاډ ډېروي چې د ۵+۱ په خبرو کې پر یوه دریځ ودرېږو.‌ دغه هوکړه دوی ته هم د سلامشورې فرصت ورکوي.‌ یوه اونۍ وروسته بېرته خبرو ته راګرځو".

په ایران کې داسې انګیرنه ده، چې ګني د لوزان خبرې د ولسشمر روحاني د مور د مړینې له کبله د یوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.

د ځینو رپوتونو له مخې،‌ ښاغلي برنان په عراق کې د ایران د لاسوهنې په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، جان برنان په عراق کې له داعش سره د تکریت وروستیو جګړو پرمهال د ایران د قدس جنګیالیو د مشر قاسم سلیماني په مشروې د شیعه ملېشو روزنې په اړه په شدت سره کار کړی.

خو هغه ویلي، فکر نه کوي چې په عراق کې د ایران د مداخلې په لړ کې دې د ښاغلي سلیماني او د هغه د نورو سلاکارانو رول د ایران د راتلونکې ډېرې لاسوهنې اندېښنې راپورته کړي.

ښاغلي برنان ویلي، که څه هم ایران او امریکا دواړه په عراق او سوریه کې'اسلامي دولت' خپل دښمن ګڼي،‌ خو نوموړي دا مهال ایران د عراق د ننه د امریکا متحد نه بولي.

یوه اونۍ وړاندې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي کانګرس ته په وینا کې د داعش پروړاندې د ایران د مثبت رول په اړه ویلي وو،‌ د ایران تر حده ډېره مداخله په عراق کې د توکمیزو شخړو راپورته کېدو لامل ګرځي.

امریکا وايي، عراق په رسمي توګه له امریکا نه د تکریت د عملیاتو په اړه مرسته نه ده غوښتې.

'اسلامي دولت'ډله دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

ورته مطالب