"سوریه کې وسله والو نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې نژدې ۲۰۰ زره انسانان وژل شوي دي

د بشري حقونو د څار ډلې پخپل یوه تازه راپور کې د سوریې ښکېلې ډلې د نړیوال قانون په ماتولو تورنې کړې دي.

دوی وايي، ښکېلو وسله والو ډلو په نښتو کې ولسي وګړي وژلي او سلګونه زره نور له ناخوالو سره مخامخ شوي دي.

په راپور کې راغلي‌:"دغو وسله والو ډلو د ولسي وګړو د وژلو لپاره ناوړه توجیه وړاندې کړې ده،‌ هغه دا چې د حکومتي بریدونو د غچ اخیستو مقابل کې یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ولسي وګړي وژلي دي".

د بشري حقونو د شورا مرستیال مشر ندیم حوري ویلي‌:"په سوریه کې وسله والې ډلې ځان ته د حکومتي بریدونو د غچ اخیستو په پلمه توجیه ورکوي".

په سوریه کې د ۲۰۱۱ مارچ کې لومړی د بشارالاسد پرضد په مظاهرو پیلېدو شخړې پیل شوې.

دغه سوله ییزې مظاهرې بیا وروسته تر هغه په وسله والو نښتو او تاوتریخوالو واوښتې،‌ چې د بشار الاسد ځواکونو لاریونیان په نښه کړل.

سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې نژدې ۲۰۰ زره انسانان وژل شوي دي.

په دغه تازه راپور کې د حکومت ضد مخالفانو هغه کړنې راغونډې شوې دي، چې د ۲۰۱۲ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر اپریل پورې د بشري حقونو سرغړونې پکې رانغښتل شوې دي.

د انځور حقوق b
Image caption په سوریه کې د ۲۰۱۱ مارچ کې لومړی د بشارالاسد پرضد په مظاهرو پیلېدو شخړې پیل شوې

په راپور کې هغه پېښې هم راخیستل شوې چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر پکې چوول شوي، توغندیز بریدونه پکې شوي، او یا په دمشق او حمص کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د استوګنې په ځایونو کې په لوی لاس جګړه شوې چې سلګونه ولسي وګړي پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

راپور پخپلو موندنو کې د قرباني شویو د ورثه وو، عیني شاهدانو،‌ په سیمه کې د تحیقاتو، وېډیوګانو او نورو څېړنو ‌ تکیه کړې ده.‌

په راپور کې ۱۷ چاودنې هم د بېلګې په توګه یادې شوې دي، چې حمص کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر پکې چوول شوي یا د سړک غاړې ماینونه پکې الوځول شوي دي.‌

دغه سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سوریې د بشري حقونو د سرغړاوي اړوندې قضیې دې د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته حواله شي.‌

ورته مطالب