تونس کې "تخنیکي ستونزې" د باردو موزیم پرانیستل وځنډول

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تونس خبري رسنیو د موزیم د مشر له قوله ویلي، اداره یې هڅه کوي چې تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې دغه موزیم بېرته پرانیزي.

د تونس باردو موزیم پرانیستل د تخنیکي او لوژستیکي ستونزو له کبله ځنډول شوي دي.

دغه موزیم تېره اونۍ د خونړي برید شاهد و، چې لږترلږه ۲۳ کسان پکې ووژل شول.

په پام کې وه، چې د سې شنبې په ورځ دغه موزیم بیا پرانیستل شي.

د تونس خبري رسنیو د موزیم د مشر له قوله ویلي، اداره یې هڅه کوي چې تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې دغه موزیم بېرته پرانیزي.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رانا جواد وايي، تونسي چارواکي هڅه کوي نړۍ ته وښيي، چې ګني دوی هلته وضعیت تر خپل کنټرول لاندې راوستلی او د سیلانیانو ملاتړ کولی شي.

په پام کې وه، چې د موزیم مخې ته تر بیا پرانیستل کېدو مخکې د وژل شوو په ملاتړ یوه غونډه وشي، او د موزیم د ننه د کلاسیکې موسیقۍ یوه مېله جوړه شي.

د تونس لومړي وزیر د پلازمېنې د پولیسو د مشر په ګډون شپږ جګپوړي امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړل.

چارواکي وايي، دا ګوښه کېدل وروسته تر هغه رامنځ ته شول، چې ځینې امنیتي بنسټونه پخپله دنده کې ناغیړه وګڼل شول.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي نړیوالو ته دا ښودل غواړي چې ګني دوی وضعیت بېرته ارام کړی دی

زموږ خبریاله وايي تونس په وروستیو کلونو کې تونس په سیمه کې د جهادیانو د زیږولو تر ټولو لوی مرکز و، چې ډېری یې اوس سوریه کې جنګېږي.

دا زیاتوي، ځینو تونسیانو اندېښنه ښودلې ده، چې وروستی برید شاید د ناوړه راتلونکې پیلامه وي.

ورته مطالب