'له زانګو تر ګوره'، فاطمه مهربان اختري ۶۴ کلاه وروسته سند اخلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فاطمه دا مهال د پوهنتون د فراعت مقالې ته چمتووالی نیسي

په ترکیې کې یوه ۸۴ کلنه مېرمن چې ۶۴ کاله مخکې پوهنتون ته داخله شوې وه، د روان کال د دوبي موسم کې به خپل د فراغت تحصیلي سند ترلاسه کړي.

فاطمه مهربان اختري په ۱۹۵۱ کال کې د استانبول په "معمار سنان" پوهنتون کې داخله اخیستې وه.

د ځینو ستونزو له کبله نوموړې له زده کړو سره کار هم کاوه او خپله کونډه مور به یې ساتله.

د "روز نامه صبح" ویب پاڼې مطابق نوموړې هغه وخت له پوهنتون نه وایستل شوه چې د قانون په بدلېدو سره د پوره وخت حاضري لازمه وګڼل شوه.

د رپوټونو پر بنسټ، له دې نه مخکې هم اختري په یوې بلې تعلیمي ادارې کې خپل تعلیم د پلار د مړینې له کبله نیمګړی پرېښی وه.

فاطمې له ۱۹۸۸ کاله پورې تر تقاعد وخته په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار کاوه، خو په زړه کې یې تل دا هیله وه چې ښکلو هنرونو کې زده کړې وکړي او د فراغت سند ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې فاطمې دغه پرېکړه هغه مهال وکړه چې په تلویزیون کې یو اعلان ولید چې پکې راغلي وو: "هغه زده کوونکې چې حکومت له پوهنتون نه ایستلي بیاځلي یې د داخلې پالیسي اعلان کړې".

دا وايي: "په دغه اعلان کې ویل شوي وو چې د هر عمر کسان بیا داخله اخیستلی شي او ما فکر وکړ چې زه هم کولی شم داخله واخلم".

سره له دې چې نوموړې په غوسه شوې وه او یوځل یې د پوهنتون اسناد او د لومړیو کلونو نومرې ایسته اچولې وې، خو د پوهنتون چارواکي په دې بریالي شول چې بیا داخله ورکړي او زاړه اسناد یې پیدا کړي.

دا وايي: "زه له خوښۍ مړه کېدم کله چې خبره شوم زما د داخلې کار وشو".

فاطمه مهربان به د روان کال په دوبي موسم کې خپل تحصیلي سند ترلاسه کړي هغه اوس د مونوګراف په لیکلو بوخته ده.

د هغې د مونوګراف موضوع "لیدنه او بیلتون" په نامه ده.