اوروګوای د ګوانتانامو نور بندیان نه مني

احمد ابو وائل ذیاب د انځور حقوق AP
Image caption احمد ابو وائل ذیاب: "که چېرې اوروګوای نه وای، اوس به هم د کیبوا په تور زندان کې پروت وای".

د اورګوای نوي حکومت ویلي، د ګوانتانامو نورو خوشي کېدونکو بندیانو منلو ته به نور زړه ښه نه کړي.

په تېر دسمبر کې دغه هېواد د ګوانتانامو هغو شپږو بندیانو ته پناه ورکړه، چې ټیک ۱۲ کلونه یې په زندان کې تېر کړي وو.

په اورګوای کې نظرپوښتنې ښيي، چې ولس د پخواني ولسمشر خوسېه موخیکا د هغې پرېکړې مخالفت کوي، چې پخپله خاوره کې یې د ګوانتانامو د بندیانو منلو په اړه کړې وه.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دودولفو نین نوفوا ویلي، هېواد به یې په سوریه کې ددغه هېواد له کړکېچه د تښتېدونکو کډوالو د منلو پرېکړه هم لغوه کړي.

نوفوا زیاتوي، د روان کال تر پایه به د سوري کډوالو د نه منلو هوکړه وشي:

"زموږ هېواد له زېربنايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو ترڅنګ یې د سوري کورنۍ له کلتور سره هم ناشنا دی".

سیمه ییزو رسنیو ویلي، د ګڼو سوري کډوالو کورنیو ترمنځ شخړې هم شوې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مخکیني بندي احمد ابو وائل ذیاب مخکیني ولسمشر موخیکا ته د مېلمه پالنې په تړاو د مننې لیک هم استولی و

اورګوای په تېر کې د ګوانتانامو له زندان نه د خوشي شویو سوري بندیانو ابو وائل ذیاب، علي حسین شعبان، احمد عدنان عجوري، عبدالفتاح فرج او د فلسطیني مخکيني بندي محمد عبدالله طه او د تونسي عادل بن محمد الاویرجي د منلو پرېکړه کړې وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اورګوای په تېر کې د ګوانتانامو له زندان نه د خوشي شویو سوري بندیانو ابو وائل ذیاب، علي حسین شعبان، احمد عدنان عجوري، عبدالفتاح فرج او د فلسطیني مخکيني بندي محمد عبدالله طه او د تونسي عادل بن محمد الاویرجي د منلو پرېکړه کړې وه.

مخکیني ولسمشر خوسېه موخیکا ویلي وو، شپږ واړه بندیان له ناوړه "کړنو" سره مخامخ شوي وو.

دغو بندیانو ګوانتانامو زندان کې ۱۲ کلونه تېر کړي، چې له القاعدې شبکې سره د تړاو لرلو په تور نیول شوي وو.

سلوادور هم د اوروګوای ترڅنګ هغه یوازېنی هېواد دی چې د ګوانتانامو ځینې بندیان یې منلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عبدالهادي فرج وايي، لاهم له ځینو جدي ناروغیو کړېږي

مخکیني بندي احمد ابو وائل ذیاب مخکیني ولسمشر موخیکا ته د مېلمه پالنې په تړاو د مننې لیک هم استولی و:

"که چېرې اوروګوای نه وای، اوس به هم د کیبوا په تور زندان کې پروت وای".

ګوانتانامو زندان کې لاهم نژدې ۱۲۰ بندیان پراته دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګوانتانامو زندان کې لاهم نژدې ۱۲۰ بندیان پراته دي.

ورته مطالب