"بوکو حرام" د نایجریا شمال کې ۵۰۰ ماشومان تښتولي

د انځور حقوق .
Image caption بوکو حرام ډلې له 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې سره بیعت کړی دی

د نایجریا د شمالي "داماساک " ښار – چې اوس د "بوکو حرام" اورپکې ډلې له منګولو وتلی دی، یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي "دغې ډلې له ښار نه ۵۰۰ ماشومان تښتولي دي چې عمرونه یې د ۱۱ کلونو په شاوخوا کې دي".

د یاد ښار یوه سوداګر مالام علي رویټرز ته ویلي "بوکو حرام ډلې له ښاره د وتلو پرمهال دغه ماشومان ورسره بېولي دي".

د نایجریا او چاد ځواکونو روانه میاشت د نایجریا په شمال کې دغه ښار (داماساک) له بوکو حرام ډلې بېرته ازاد کړ.

تر اوسه په رسمي توګه ددغو ماشومانو د تښتولو خبر نه دی تایید شوی، خو ویل کېږي، چې عمرونه یې د ۱۱ کلونو شاوخوا کې دي، خو وړاندې "بوکو حرام" اورپکې ډلې په ورته پېښو کې سلګونه نجونې تښتولې دي.

په تېر اپرېل میاشت کې هم "بوکو حرام" ډلې نژدې ۲۰۰ زده کوونکې وتښتولې، چې د نړیوالو غوسه یې راوپاروله.

"بوکو حرام" اورپکې ډله هڅه کوي چې د نایجریا په شمال کې "اسلامي دولت" جوړ کړي، خو تېره میاشت په هېواد کې د ټاکنو لپاره ټاکل شوې موده په هېواد کې د ناامنیو له کبله وځنډېده.

د نایجریا شمالي بورنو ولایت یوه سناتور مېنا ماجي لاوان بي بي سي ته وویل، د نایجریا په داماسک کې سلګونه ماشومان تري تم شوي دي:

د انځور حقوق .
Image caption بوکو حرام ډله عصري تعلیم حرام بولي او وايي دا د دوی له معتقداتو سره په ټکر کې دی

"دوی ډېر کوچنیان وو، چې د ښوونځي زده کوونکي وو.. او نارینه یې د ۱۶ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي".

ددغې ډلې مشر ابو بکر شیکاو ویلي، تښتول شوې نجونې به واده کړي.

داماساک د بورنو ولایت یو سوداګریز ښار دی، چې له نیجر سره ګډه پوله لري، او له لوی ښار میدوګوري نه نژدې ۲۰۰ کیلومتره (۱۲۰ میله) واټن لري.

دغه ښار د تېر کال په وروستیو کې د "بوکو حرام" ډلې له خوا ونیول شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption سیمه ییزو ځواکونو د داماسک ښار په بېرته نیولو کې مهم رول لوبولی دی

د روانې میاشتې لومړیو کې، "بوکو حرام" ډلې په منځني ختيځ کې له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی و.

دغه ډله د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده، خو اوس یې لیبیا کې هم فعالیتونه پراخه کړي دي.

د انځور حقوق none

ورته مطالب