"داعش" د ټویټر کارکوونکو ته د وژلو ګواښ کړی

د انځور حقوق
Image caption په ګواښ کې د قتل اخطار هم ورکړل شوی.

"ټویټر" شرکت د "اسلامي دولت" (داعش) د هغه ګواښ د ریښتینولۍ په اړه څېړنه کوي، چې ددغه شرکت د یوه بنسټګر او کارکوونکو پرضد یې کړی دی.

د داعش ځینو پلویانو پر انټرنېټ د ټویټر د ګټو ضد بریدونو غوښتنه کړې ده.

په ګواښ کې د قتل اخطار هم ورکړل شوی.

د خپاره شوي ګواښ پربنسټ ټویټر شرکت پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي "زموږ امنیتي ډله دا څېړي چې آیا دا ګواښ رښتیا د "داعش" له لوري شوی دی".

ان بي سي ویلي، یو ګواښ د ټویټر یوه بنسټګر جاک دورسي ته هم متوجه دی.

ښاغلي دورسي ددغه ګواښ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

"اسلامي دولت" پر ټویټر او نورو ټولینزو وېباڼو ډېر فعالیتونه لري، چې له همدې لارې د نړۍ په ډېرو برخو کې پر ځان خپل ملاتړي ورماتوي.

دغه ډله تر ډېره په ټویټر، فېسبوک او نورو د خواله رسنیو پر وېبپاڼو خپلې رسنیزې ویناوې او وېډیوګانې خپروي.

په دغو وېډیوګانو کې د بندیانو د سرونو غوڅولو پېښې هم وړاندې شوې دي.

خو ټویټر او ځینو نورو ټولنیزو شبکو ددوی د ډېرو ناوړه پېښو اړوندې پاڼې او اکونټونه (ګڼونونه) بند کړي دي.

ورته مطالب