د ښې روغتیا لپاره د وریجو نژدې ۶۰ سلنه کالوري له منځه وړلی شئ

د انځور حقوق Pushparajah Thavarajah
Image caption د وریجو د کالوري را کمولو لباره لومړی باید وریجې د ناریل په غوړو کې وخوټولی شي او له خوړلو مخکې په یخچال کې کېښودل شي

ساینسپوهان وايي، د کم کالوري لرونکو وریجو جوړولو لاره یې موندلې ده. هغه دا چې لومړی باید وریجې د ناریل په غوړو کې وخوټولې شي او له خوړلو مخکې د نیمې ورځې لپاره باید په یخچال کې کېښودل شي.

د سریلانکا ساینسپوهانو په وینا، په دې ډول سره د وریجو نژدې ۶۰ سلنه کالوري یې کمیږي.

دوی د امریکا کیمیاوي بنسټ ته وویل، څنګه له دې لارې په وریجو کې موجودې نشایستې د هضمېدو لړۍ راټېټوي چې له کبله یې بدن له زیاتې کالوري نه په امان کې کېږي.

د وریجو په څېر نشایسته لرونکي خواړه چې کاربوهایدرد بلل کېږي د توانايي ترلاسه کولو یوه ښه وسیله ده.کله چې موږ دا خورو نو په بدن کې مو په عادي شکر بدلیږي.

هغه برخه چې ورنه زیاتیږي په بدن کې مو زېرمه کېږي او هرکله چې د ګلوکوز اړتیا وي بیا په ګلوکوز اوړي.

خو د وینې په دوران کې د زیات ګلوکوز شتون په پای کې د وینې په غوړو بدلېږي.

د انځور حقوق Pushparajah Thavarajah
Image caption د سریلانکا ساینسپوهانو په وینا، د وریجو نژدې ۶۰ سلنه کالوري کمیږي

په بریتانیا کې څېړونکو مخکې دا ثابته کړې وه چې د مکروني پخول او بیا یې یخول د ګلوکوز د کمښت لامل کېږي.

او د سریلانکا ساینسپوهان وايي، چې دا اصول په وریجو هم عملي کېدای شي.

هغو د وریزو پر ۳۸ ډولونو څېړنې وکړې چې د نشایسته پر وړاندې تر ټولو زیات مدافعه کوونکی ډول ومومي.

دغه ډول نشایسته د جسم د هغو انزایمونو په خلاف لا زیاته دفاع ښيي چې نشایسته لرونکي خواړه یا کاربوهايیدرد په کلمو کې ماتوي، یعنې چې په بدن کې کم جذبېږي.

د څېړنې پربنسټ تر ټولو ښه لاره دا ده چې په وریجو کې یوه کاشوغه د ناریل تېل واچول شي تر ۴۰ دقیقو کرار کرار په کې سرې شي له دې وروسته په یخچال کې د ۱۲ دقیقو لپاره کېښودلی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption څېړونکي وايي، کولی شئ وریجې بیا تودې کړئ په دې کې هېڅ کومه ستونزه نه شته

دا څېړونکي وايي، کولی شئ وریجې بیا تودې کړئ په دې کې هېڅ کومه ستونزه نه شته. اوس دا ټیم پر دې څېړنه کوي چې د وریزو کوم ډول د دې چارې لپاره ښه دی او ایا د پخلي عادي غوړي هم کارول کېږي او که نه؟

ورته مطالب