"عربستان یمن کې د حوثیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي"

عادل الجبیر د انځور حقوق .
Image caption جبیر زیاتوي، د ۱۰ هېوادونو د سیمه ییز ایتلاف په چوکاټ کې دا بریدونه د حوثیانو پرضد د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شوي دي.

په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر عادل جبیر وايي، هېواد یې په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي.

په دې عملیاتو کې د صنعاء "الدیلمي" هوايي اډه بشپړه ویجاړه شوې. مصر هم دغو عملیاتو کې ګډون کوي. "

جبیر زیاتوي، د ۱۰ هېوادونو د سیمه ییز ایتلاف په چوکاټ کې دا بریدونه د حوثیانو پرضد د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شوي دي.

نوموړي یوې خبري غونډې ته وویل: "اوس یوازې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه پیل شوي، خو نور ځواکونه تیارسئ ته چمتو دي او ایتلاف به هر لازم ګام پورته کړي".

دی وايي ددغو عملیاتو هدف "د قانوني دولت دفاع کول او پر هېواد د حوثیانو د منګولو ټینګولو مخنیوی دی. په ایتلاف کې د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړي هېوادونه شامل دي، خو ځینې نور بهرني هېوادونه هم ګډون پکې کوي".

د حوثیانو مرکزونه ویجاړول

د انځور حقوق
Image caption حوثي یاغیانو خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
د انځور حقوق

د یمن هوايي ځواک سرچینو بي بي سي ته ویلي، د صنعاء الدیلمي هوايي اډې د جګړه ییزې برخې ځغاستلیکه په بشپړه توګه د سعودي عربستان په مشرۍ هوايي بریدونو کې ویجاړه شوې ده.

عيني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، جنګي الوتکو د حوثیانو په لاس کې د زغره وال کنډک پر پر هغه ځای توغندي ویشتلي، چې په تېره سپتمبر میاشت کې دوی نیولی و.

د انځور حقوق Reuters

عیني شاهدان زیاتوي، لاهم د پلازمېنې صنعاء په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

پر یمن تېری

د حوثیانو یوه مشر محمد البخیتي ویلي "د سعودي له خوا دغه بریدونه پر یمن ښکاره تېری دی" چې په وینا یې دا کار سیمه پراخې جګړې ته راکاږي.

البخیتي زیاتوي: "پر یمن تېری شوی، موږ به یې په ټول زور او زړورتیا مخه نیسو. پوځي عملیات په سیمه کې پراخه جګړه پیلوي".

خلیجي ویناپاڼه

د انځور حقوق .
Image caption عیني شاهدان زیاتوي، لاهم د پلازمېنې صنعاء په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ پنځو خلیجي هېوادونو وویل، له حوثیانو به د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي وساتي، ځکه چې اوس حوثیانو عدن ته نژدې شوي دي.

په دغو پنځو هېوادونو کې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، قطر او کویت شامل دي.

دوی پرېکړه کړې ده چې د ولسمشر عبد ربه په غوښتنه د یمن د ولسمشر ساتنه وکړي، او د حوثي یاغي ملېشو تېری شا ته وتمبوي.

مصر له سعودي سره یولاس کېږي

بل خوا، د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي "مصر په یمن کې د قانوني حکومت له غوښتنې سره سم د ملاتړو حکومتونو په چوکاټ کې د سیاسي او پوځي ګام اخیستو ملاتړ کوي. اوس مصر له سعودي سره د ګډو هوايي، سمندري او او ځمکنیو بریدونو لپاره لاسونه یو کړي چې د یمن د خاورې یووالی وساتي".

ورته مطالب